کور / راپور / کارپوهان: سرتاج خان د آی ايس آی په لاس وژل سوی دی

کارپوهان: سرتاج خان د آی ايس آی په لاس وژل سوی دی

نن د عوامي نيشنل پارټۍ د پېښور مشر سرتاج خان د نامالومه وسلوالو له لوري په ډزو ووژل سو.

نوموړی چي يوې جنازې ته روان وو د پېښور په ګلبهار سيمه کي ورباندي مخ پټو وسلوالو ډزي وکړې او نوموړی ئې سخت ژوبل کړ، چي وروسته ئې په روغتون کي ساه ورکړه.

د عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي کمېټې دا پېښه سخته غندلې ده او ويلي ئې دي چي دا کار د یوې حکومتي ادارې په ملاتړ کېدای سي.

له دې وړاندي هم د يادي پارټۍ ګڼ مشران د پاکستاني استخباراتو لخوا وژل سوي دي او هم ئې په غونډو کي بمي چاودني سوي دي.

د سرتاج کورنۍ وايي چي نوموړي د هيچا سره دښمني نه لرل او دی د حکومت په ملاتړ وسلوالو او استخباراتي کسانو لخوا وژل سوی دی.

څېړونکی وايي، چي د پښتنو مشرانو پرضد دا ډول پېښي د پنجاب او پاکستاني استخباراتو يوه هڅه ده چي د پښتنو ږغ خاموش کړي او پښتانه د پرمختګ او په سياسي ډګر کي ځلېدلو ته پرې نه ږدي.

پاکستاني استخاباراتو په پښتني سيمو په تېره بياشمالي او جنوبي وزيرستان کي قتلونه، اختطافونه او پر کورونو چاپې خورا زياتي کړي دي.

کارپوهان وايي، چي آي ايس آی غواړي په دې سره پښتانه مبارزين خاموش کړي او هغوی دې ته پرې نه ږدي چي په سياسي او تعليمي ډګر کي پرمختګ وکړي.

همدا راز څو ورځي وړاندي پاکستاني پوليسو د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کي د نشنل عوامي پارټۍ دوه مهم غړي نيولي دي.

د واڼه څخه د صوبايي اسمبلۍ دپاره د عوامي نيشنل ګوند کانديد تاج وزیر وي او ای ډیوه سره په خبرو کي وويل، په واڼه کي يې په انتخابي دفتر پوليس چاپه وهلې او د ضلعې عمومي سېکتر ياسين خان او د شکۍ تحصيل صدر امير حمزه يې نيولي دي.

تاج وزير تور لګوي چي په وزیرستان کي تحریک انصاف ګوند ته په انتخاباتو کي د لارې جوړولو دپاره په نورو ګوندونو فشار اچول کيږي مشران او غړي يې نيول کیږي.

په قبایلي ضلعو کي د جولای پر ۲۰ د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ دپاره انتخابات اعلان سوي دي.

له دې وړاندي پوليسو د پي ټي ايم فعالان او د قبائلو په صوبايي اسمبلۍ کي کانديدان اقبال لالا او عارف وزير هم د پوليسو لخوا نيول سوي دي.

پاکستاني پوځ د مي د ۲۶ نېټې څخه په شمالي او جنوبي وزيرستان کي ګرځبنديز لګولی دی، چي د سيمي خلګ ئې د خوړو د کمښت او روغتيايي توکو ته د نه لاسرسي سره مخ کړي دي.

د پاکستان حاکم ګوند چي د پوځ پوره ملاتړ ورسره دی غواړي په قبائلي سيمو کي د تحريک انصاف په ګټه ټاکني وکړي او په همدې خاطر د نورو ګوندونو کسان نيسي او انتخاباتي مرکزونه ئې ورتړي.

پوځ په وزيرستان کي پر هر ډول جلسو او انتخاباتي کمپاينونو بنديز لګولی دی.