کور / راپور / د امريکا سفير: د ټاکنو وړاندي بايد سوله وسي

د امريکا سفير: د ټاکنو وړاندي بايد سوله وسي

په افغانستان کي د امريکا سفير جان بس وايي، چي بايد د ولسمشريزو ټاکنو وړاندي د طالبانو سره سوله وسي.

نوموړي تېره ورځ د وروستيو سياسي حالاتو په هکله خبريالانو ته مالومات ورکول وويل، چي ټاکني او سوله دواړه مهم دی، خو د امريکا لپاره سوله ډېره مهمه ده.

جان بس وويل، ما چي د هرچا سره کتلي دي، هيچا دا نه دي ويلي چي جګړه دي روانه وي خو چي انتخابات وسي.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو کابل ته د خپل سفر پر مهال وویل چي واشنګټن په تمه دی چي د راروانې سپټمبر میاشتې مخکي د افغان سولې په اړه له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

نوموړي پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي، چي په قطر کي د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د اووم پړاو خبري پرون د شنبې په ورځ پيل سوې.