کور / راپور / طالبانو دکندهار پر معروف ولسوالۍ بريد کړی دی

طالبانو دکندهار پر معروف ولسوالۍ بريد کړی دی

د کندهار پر معروف ولسوالۍ د طالبانو په بريد کي ګڼه مرګژوبله اوښتې ده.

 تېره شپه ناوخته  طالب وسلوالو د معروف ولسوالۍ پر مرکز  د هاموي ټانک  په واسطه بريد کړی دی او د ودانۍ تعمير ئې ويجاړ کړی دی.

تېر کال هم طالبانو د معروف ولسوالۍ پر مرکز بريد وکړ، چي وروسته افغان دولت د ولسوالۍ مرکز ابتو سيمی ته انتقال کړی.

د کندهار ولایتي چارواکي بريد تاييدوي، خو د مرګژوبلي په هکله ئې مالومات نه دي ورکړي.

بل خوا د ياد ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي د ملي پوليسو پر پوسته طالبانو بريد کړی دی چي د چارواکو په وينا دوه پوليس پکي وژل سوي او يو ژوبل دی.

چارواکي دا هم وايي، چي په دغه بريد کي ئې څلور طالبان هم وژلي دي.