کور / #PTM / د ملګرو ملتونو مرکز مخته د پاکستان ضد لاريون کيږي

د ملګرو ملتونو مرکز مخته د پاکستان ضد لاريون کيږي

د PTM يا پښتون ژغورني غورځنګ اروپامېشتي ملاتړکوونکي او استازي سبا دوشنبې د جولای لومړۍ نېټه په جنيوا کي د ملګرو مرکز مخته د پاکستان دولت او پوځ لخوا پر پښتنو د پرلپسې ظلمونو پر ضد احتجاجي لاريون او مظاهره کوي.

په دې احتجاجي لاريون کي د ګډون لپاره د برتانيې او امريکا په ګډون د اروپايي هيوادونو څخه يو شمېر افغان پښتانه روان سويدي چي ځيني به د قافلې په بڼه سفر وکړي.

د لاريون تر څنګ به ددې غورځنګ په استازيتوب د فرانس کميټې مشر فضل رحمان اپريدی د بشرحقونو په کنفرانس کي په پښتونخوا کي د پوځ د ظلمونو او د پي ټي ايم پر وړاندي د زور زياتي په اړه ږغيږي او د پېښو اسناد به وړاندي کړي.
د سباني لاريون جريان به پر لراوبر پېج او يو شمېر نورو چينلونو هم خپاره سي.