کور / راپور / ولسمشر ټرمپ په ناڅاپي سفر په شمالي کوريا کي د کيم جونګ اون سره وکتل

ولسمشر ټرمپ په ناڅاپي سفر په شمالي کوريا کي د کيم جونګ اون سره وکتل

د امريکا ولسمشر په يو بېساري ګام کي شمالي کوريا ته ننوتی او هلته ئې ددغه هيواد دولسمشر کيم جونګ اون سره وليدل.

ولسمشر ټرمپ چي لومړی  ئې د جنوبي کوريا د ولسمشر مون حه این سره وليدل وروسته د شمالي کوريا پولي ته ولاړی او هلته ئې د دواړو کورياوو د غير پوځي سيمي په پولو کي د شمالي کوريا د ولسمشر سره هم وکتل.

که څه هم دا کتنه لنډه وه، خو دا دامريکا لومړنی ولسمشر وو چي په شمالي کوريا کي ئې قدم کښېښودی.

دغه لیدنه چي د ډېر کم وخت لپاره تر سره سوه. ټرمپ د دواړو کوریاګانو له سرحد څخه تر تېرېدو وروسته د شمالي کوریا په خاوره کي قدم کيښود او وروسته د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د جنوبي کوریا په خاوره کي د ولسمشر ټرمپ څنګ ته راغی.

ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا په خاوره کي ۲۰ قدمه ووهل او هغه یو تاریخي لحظه وبلل.

ټرمپ وويل، دی  او کيم جونګ اون ژوري اړيکي لري او هغه ته ئې امريکا ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړل.

کيم جونګ اونګ  د ډونلډ ټرمپ  شمالي کوريا ته ورتګ د زړورتيا يوه نښه وبلل او وئې ويل چي دا يو زړور اقدام وو چي ټرمپ ترسره کړ