کور / راپور / په خيبر پښتونخوا کي يو نرښځی د پوليسو په مرسته په تشدد وژل سوی دی

په خيبر پښتونخوا کي يو نرښځی د پوليسو په مرسته په تشدد وژل سوی دی

د خيبر پښتونخوا په نوښار کي تېر ماښام يو نر ښځی د خپلي کورنۍ د غړو لخوا په زور زياتي وژل سوی  دی.

په نوښار کي د نرښځيانو د حقوقو مدافع قمر نسيم وايي، چي تېره ورځ دغه نرښځی چي افتاب نومېدی د پوليسو لخوا د هغه کورنۍ ته په زور وسپارل سو.

قمر نسيم وايي، چي افتاب پوليسو ته ډېري زارۍ وکړې چي د کورنۍ غړو ته ئې ونه سپاري، ځکه هغه ويل د کورنۍ غړي به دی ووژني، خو پوليسو دده په خبره سر ونه ګراوه او هغه ئې په زور خپل پلار او ورور ته ور تسليم کړی.

قمر نسيم زياتوي چي پوليسو د افتاب څخه په زوره ګوته ولګول او هغه ئې د مرګ کندي ته وغورځوی.

د نسيم په وېنا تېره شپه چي ئې هغه کور ته بوتلی د نوښار په خټ کلي کي يې وژلی او جسد ئې هلته غورځولی دی.

د نرښځيانو د حقوقو اداره وايي، چي د افتاب جنازه به تاڼې ته راوړي او هلته به احتجاج کوي، ځکه همدا پوليسو په لوی لاس هغه ووژی.

د ۲۰۱۵ کال راهيسي په خيبر پښتونخوا کي ۶۷ نرښځيان وژل سوي دي.

د بشري حقونو سازمان په دې هکله ژوره اندېښنه ښودلې ده او د پاکستان دولت ئې په دې تورن کړی دی چي بشري حقوقو ته پاملرنه نه کوي او د تشدد په ډېرو پېښو کی خپله د حکومت لاس هم دی.