کور / د ډيورنډ کرښه / له پاکستان سره د پښتونستان دمعضلې د دایمي حل لیاره

له پاکستان سره د پښتونستان دمعضلې د دایمي حل لیاره

له پاکستان(سرطان دانه) سره د پښتونستان دمعضلی د دایمی حل لیاره
که په روغه مو مرام تر سره نشو        بیا نو ټنګ شه د افغان د توری شرنګ ته

ليکنه: شامحمود مستمند

پاکستان د خپل پیدایشت له وخته تر اوسه پوری په منطقه کی د سرطان د ناولی دانی حیثیت لری چي له پیدا کیدو تر ورکیدو پوری  به یوازی پنجا بیان وی او جګړه.د مثال په توګه پاکستان د کشمیر پر معضله دری واره له هند سره جګړه وکړه چي په نتیجه کی شرقی پاکستان په بنګله دیش بدل شو ، او د بنګله د یش څخه وروسته د لیونی سپی په شان پدی تلاش کی دی چي هغه په پښتونستان باندی جبران کړی نو له محمد داود خان ځخه تر حمید خان پوری له افغانستان سره په نرمه ګرمه او ډیره مستانه جګړه بوخت دی  او د (برمودا د مثلث په شان)یی ډیری درنی کشتی غرقی او ستری طیاری داسی لا درکه کړی چي پته یی هم نه معلومیږی چي چیرته ولاړی.او لدی ټولو بدبختیو سره سره پاکستان دینی ورور او شه همسایه هیواد بلل کیږی؟

او ډیره د تعجب خبره خو لا داده چي له اولی  جهادی دولت ځخه نیولی تر اولی طالبی دولت او بیا د اسلامی انقلاب له دوهمی او تکاملی مرحلی نه نیولی تر ننه پوری پاکستان له هیڅ ډول تخریبی او ورانونکی عمل څخه دریغ ندی کړی د افغان وطن د نابودی لپاره تروریستی ډلی ټپلی تربیه ،اکمال او داخل ته یی په منظم ډول را انتقالوی چي شه مثال یی د هری ورځی چاودنی او ویرانی ده، خو بیا هم د ینی ورور شه همسایه او نژدی ملګری هیواد چي د تروتریزم پر ضد مبارزه کی زیات کمکونه کړی ، تل ستایل کیږی اود دوست هیواد په صفت بلل کیږی؟ شه ده چي دشمن نده که نه نو اوس به بل طالبی رژیم پخپله دوهمه او تکاملی مرحله کی وای؟!

پاکستان د لومړی ځل لپاره له محمد داود خان سره مقابله وکړه او د نوی جمهوریت په راتلو سره یی هغه ته هغه  ډلی چي د جمهوریت سره یی دشمنی لرله او د قدرت د نیولو لپاره یی د ماکیاولستی طریقو څخه هم دریغ نه کاوه، را پورته کړی او په وطن کی یی  ورانونکی عملیات په پنجشیر او بعضی نورو ځایونو کی وکړل خو له نیکه مرغه دپنجابی جاسوسانو عملیات کوم زیات تاوان ونه رساوه ، لیکن پاکستان د افغان ولس د کاملی تباهی لپاره لیاره پیداکړه او هغه ناولی لیاری ته یی د جهاد مقدس نام ورکړ چي د ډیرو ناولو انسانانو له خولی د ناولو ارمانونو لپاره دا مقدسه کلمه استعال شوه او لا استعمالیږی.

په دوهم وار کله چي په هیواد کی د ثور د اومی نیټی انقلاب راغی نو د پاکستان او دهغه د جاسوسانو لپاره د وطن د بی دریغه خرابی لپاره شه پوره بهانه برابره شوه او جهاد هم له پخوا څخه ګرم شکل غوره کړ او تر دی مقدس نام لاندی جهادیانو د خپلی مور د نابودی لپاره له هیڅ ډول خرابی څخه دریغ ونه کړ، او ددی نوی رژیم له راتګ څخه لا څو ورځی تیری نوی چي جهادیانو د پاکستانی ملیشو په مستقیمه همکاری د ځدرانو په منطقه کی یوه ولسوالی چور کړه او د چور او غنیمت عملیات دجهاد په مقدس نام سره شروع شول.

دریم وار کله چي د افغانستان په  حاکم ګوند کی د قدرت ته د رسیدلو مسابقه په ډیره چټکی سره روانه وه ، نو هغه چا چي د لیونی په شان د قدرت مستی اخستی وه او په هیڅ وجه یی، نه داخلی شرایط چي جامعه اسلامی جامعه ده  او په سرو لشکرو داخلیدل د حزب او مترقی نهضت د نابودی معنی لری، او نه هم خارجی وضعه په نظر کی و نیوله بلکه یوازنی ارمان یعنی قدرت ته رسیدل وه هغه هم دشاشجاع پشان د بیګانوو په ټانکونو هیواد ته را ستون شوه نو د پنجابیانو او د جهادی جاه طلبانو غوا لنګه شوه او د وطن دخرابی ګرمه میله تر پخوا لا ګرمه شوه.

لیکن له نهو کالو سختی ورانونکی جګړی نه وروسته چي کله د جهاد لپا ره عملاءدلیل موجود نه وه اوټول بیګانه قوواوی وایستل شوی او په صداقت او ایمانداری سره د د جګړی د ختم لپاره او د وطن د بیا جوړونی لپاره د ملی روغی جوړی سیاست را منځته شو، خو هیڅ جهادی تنظیم هم هغه ته لبیک ونه وایه او جګړه هغه وخت لا ګرمه شوه چي روسان ووتل.

جهادیانو چي د روسانو له وتلو وروسته فکر کاوه چي د نجیب رژیم به په دریو میاشتوکی له منځه ولاړ شی نو هغه وو چي د جلال اباد جګړی ته  له عربستان نیولی تر انګلستانه او له چین نیولی ترامریکا او له عربی پرتوږ کیشلو عیاشو نیولی تر لنډغرو پنجابیانو پوری پداسی حال کی پر ننګرهار حمله وکړه چي ددوی اکمالات په قطار وؤ او دوطنپرستانو په طیارو ؤ، او د غنیمت د انتقالولو لپاره یی هم شه پریمانه تیاری نیولی وه او دا یی سنجولی وه چي په دری شپو- ورځو کی به ننګرهار تسلیم او د هغه له لوټ او تالان نه وروسته به په سپینو آسانو کابل ته حرکت کوی .

لیکن کله یی چي د وطنپرستانو مقاومت او له وطن څخه قربانیدل ولیدل او د ننګرهار تسلیمی ‌ءۍ نصیب نشوه او په جهانی سویه وشرمیدل، او ددی په عوض چي د ملی روغی جوړی د سیاست چي هدف یی د جګړی خاتمه او د وطن جوړول وه، سره همکاری او کمک وکړی ، نویی په توطیو او کودتا ګانو شروع وکړه تر ځو لدی لیاری خپل ارمان تر سره کړی نو هغه وه چي اول یی د تڼی پر سر لاس را تیر کړ هغه یی پداسی حال کی کودتا ته مجبوره کړ چي څو ورځی دمخه یی له رءېیس جمهور سره د جرګی له لیاری مشکل حل کړاو د بیا صداقت اطمنان یی هم د اشک خوړلو په ورځ ورکړ خو دهغه سره سره بی غیرتی وکړه او خپل لوز یی مات کړ او کودتایی پیل کړه او له ډیر مقاوت نه وروسته بیچاره په تور مخ پنجابیانو ته پناه یوړه.

دی کوتا د پنجات مټ لا قوی کړ او په داخل کی هم د اردو وضعه لا خرابه کړه.

څلورم وار هم کله چي بیا د افغانستان د حاکم ګوند په رهبری اورګان کی د قدرت د تر لاسه کولولپاره مسابقه هغه هم د پخوانی بیګانه پرستو، شوق د لیونتوب ترسرحده د پخوا پشان ورسید ، او د سولی د پروګرام پر ضد پلانونه له پخوانی جهادی ډلو ټپلو سره د «مقد س» ایتلاف په وجود کی د ایران، روسی،او نوروهیوادو په همکاری طرحه شول چي د وطنی روغی جوړی پلان وران ویجاړ کړی ، ددی ناولی هدف لپاره د دواړو خواوؤیعنی د انقلابی پرچمدارانو او د جهادی تنظیمونو تر منځ د مزار شریف د پلان مطابق کارشروع شوه چي په ظاهره د وطنی روغی جوړی په نام او په ماهیت کی د پښتنو د فاشیزم د نابودی اود اقلیتونو د حقوقو د تر لاسه کولو په ارمان عملیات له حیرتان څخه د افسانوی مومن په وجود کی شروع شول چي له حیرتان څخه تر کابل يوری د ملی اردو د قطعاتو او جزتامونو په تسلیمی سره دسولی د ملی روغی جوړی پلان وران ویجاړ شواو دی ورانی ته یی د اسلامی انقلاب ډولونه ووهل او ګویا اسلامی انقلاب بری ته ورسید؟

داسلامی انقلاب په بری سره چي د هغه په نتیجه کی ملی اردو چي دشمن ماتونکی اردو وه له منځه ولاړه ، د سولی او جنګ نه ماتیدونکی ګوند وران شو او یوه وړه ډله د اسلامی انقلاب په خدمت کی شوه او په همدی وخت کی د افغانانو لاسونه د پنجاب په مقابل کی پورته شول او د وطن له مور څخه ټکری واچول شو او سرلوڅی شوه.

پنجابیانو د مجاهیدینو د قدرت په رسیدو سره د شکرانی د سجدی لپاره کابل ته ځانونه راورسول ترځو دخدای(ج )سجده په هغه پاکه ځمکه ادادکړی چي په هغه سجده قبلیږی که نو جوماتونه خو د پاکستان په هره کوڅه کی څو دانی ولاړ او په هغو کی هم ازانونه کیږی لیکن حتماء هلته سوالونه نه قبلید ل ځکه نو اکثر پنجابیانو ځانونه،( هغه کابل ته راورسول چي چایی د ماتیدو ګمان هم نشو کولای لیکن بدبختانه چي کابل مات نشو اما نا مردو روغ رمټ تسلیم کړ)، پل خشتی ته راورسول.

د پل خشتی د سجدو سره سره د پنجابیانو اصلی ارمان چي د ناولی ډیورنډ په خط باندی به لاس را تیر کړی تر سره نشو. نو هغه وه چي دوی خپل اول درجه اجنټ چي په جهادی دولت کی یی د صدراعظم مقام درلود د مختلفو بهانو په رامنځته کولو سره (د کمونسټو قوواو وتل) دی ته تشویق کړ چي کابل باید وران کړی او هغه هم بیله دی چي د تاریخ له حکم څخه و ډارشی په ډیره بیرحمی سره یی تسلیم شوی کابل دړی وړی او وران ویجاړ کړ. له وران کابل څخه نیولی د هیواد تر هر کلی پوری په جنګ وهلی افغانستان کی جګړه تر پخوا لا ګرمه او ورانونکی شوه او له دی ټولو ګرمیو سره د پنجاب ارمان  تر سره نه شو، نو دی ته مجبور شول چي د نویو اجنتانو کار ته لاس واچوی او که یی وکولای شول دهغو په وجود کی خپل ارمان تر لاسه کړی نو هغه وه چي د طالب ډرامه یی ګرمه کړه او په کمه موده کی یی هغه د جهادی رژیم د نابودی لپاره تیار کړل.

د پنجابیانو دوهم ارمان هم چي د جهادی رژیم ماتول وه تر سره شو او طالبی رژیم یی ځای ونیو خو بیاهم بخت یاری ورسره ونکړه د پخوا په شان بیا اصلی هدف یعنی د ډیورنډ خط پاته شو لیکن کله چي پدی پوه شول چي د طالب په وجود کی هم ارمان تر سره نشو نو هغه یی د شوتلی ونی ته پورته کړل او دومره یی له لیاری وایستل چي حتی د افغانانو د کلتور پزه یی هم له منځه یوړه، هم ځان ځینی ورک شو، هم اسلام اوهم جهان او په هغسی کارو یی شروع وکړه چي حتی کوچنی هلکان که هم قدرت په لاس کی واخلی هغومره لیونتوب نکوی لکه طالبی رهبرانو چي وکړ، او دی همدی لیونتوب په نتیجه کی لیاره  دنړی سترداړه مار ته چي لا پخوا په کمین کی وه برابره شوه او جهادیانو ته هم د خټی پزه جوړه شوه هم د چوکی ، هم  ددین او هم بیا د وطن او د قدرت خاوندان شول.

د ۲۰۰۱ کال ځخه را پدی خوا پاکستان له غربی هیوادو د طالبانو او القاعده سره د مقابلی په نامه هم په ملیاردو ډالره تر لاسه کړل لیکن پاکستان هغه کمکونه له یوی خوا د خپل پوځ د لازیات عصری کیدو او له بلی خوا د طالبانو او القاعده د تنظیم کیدو لپاره مصرف کړی او تنها اوس غربی تجاران د پنجابیانو او دهغوی په ټګی او برګی په داسی حال کی یو څه پوه شول چي د کرزی خوارکی کُلمی ورسره را ووتی ترڅو یی غربیان په دی قانع کړل چي پنجابیان چي هرڅه وایی درواغ دی او فریب در کوی.اوغربیان هم په دی عملاًٍُ وپوهیدل چي پنجابیان واقعاء موږ غولولی یو.! او نور مو هم غولوی.

پاکستان اوس په پشتونخوا سیمه کی د تروریستانو او طالب په نامه، القاعده هم ورسره، نوی د جنګ ډرامه ګرمه کړی ترځو لدی وروسته په نوی پلمه بیا خپل جنګی تجارت ته ادامه ورکړی، لیکن لکه ځنګه چي معلومه ده چي غربیان اوس د دوی په درواغو پوه شویدی نوهغه وه چي هلته یی پخپله د طالبانو او القاعده پر ضد عملیات شروع کړل،او دوی یی هم مجبور کړل چي پدی جګړه کی برخه ورسره و اخلی، لیکن پنجابیان دسولی او وروری په نامه د قرار دادونو په کولوسره غواړی له جنګ ځخه ځان خلاص او زاړه یاران د اور کندی ته ور ټیله کړی، چي البته په همدی ټیله کیدو باندی اوس غربیان په ټوله معنی پوه سوی او باید پدی منطقه کی جنګ ته خاتمه ورکړی. لیکن دا سوال پیداکیږی چي امریکا او یاران یی ولی دا دسرطان دانه چي دوی هم اوس ورباندی پوه شوی دی او تر پزی ور سره رسیدلی دی ځکه چي د نیویارک له تروریستانو نیولی د لندن ، مادرید او هند او افغانستان خو بیله هغه د پنجابیانو د حیاتی ګټو منطقه ده، تر اساسی علاج لاندی نه نیسی چي دا ټوله منطقه د ابدی سولی ځښتنه شی ؟

موږ په نړی کی دورستیو ۱۸ کالو پیښو ژوندی شاهدان یو چي دهغه له رویه ډیر هیوادونه د ملی او ژبنی پیژندګلوی دسرحدونو پر اساس منځته راغلل او پخوانی امپراطوری له منځه ولاړی او یا هم دوه بیل هیوادونه چي ګډه وینه او یو ملت وه بیرته سره یو شول، منځته راغلل، امریکا او ناټو لدی ټولو نویو منځته راغلو هیوادوسره د بشر دوستی په نامه او د دموکراسی د رامنځته کیدو لپاره له حده زیاتی مرستی و کړی . نوکه دا سوال مطرح شی چي ایا د ډیورنډ خط د برلین تردیوال زیات اعتبار لری او یا داچه پاکستان تر پخوانی شوروی اتحاد چي اول سوپر پاور وه پیاوړی دی؟ او یا داچه پاکستان اوس هم تر افغانستان زیات ستراتیژیک اهمیت لری ځکه چي افغانستان ګویا اوس هم د روسانو اډه ده او که څنګه؟

نن ټولی نړی ته څرګنده ده ، اروپا ته ثابته ده، جهادی رهبران ، قومندانان اوامریکا د هرڅه ژوندی شاهدان دی چي پاکستان د طالبانو ‌، القاعده او دټولی نړی د تروریستان مرکز، د تربیی اډه او د هر رقم اکمالاتو مسؤلیت په غاړه لری او حتی هغه خپل ستر اسلامی مکلفیت بولی او ددی ستر هدف لپاره ءی( اسلامی )اتومی سلاح په ډیره سپین سترګی،او له بد ه بخته د افغانی جاه طلبو د قدرت ته د رسیدو په نتیجه کی چي هیواد اشغال او ددی اشغال په وجه پاکستان د ناټو اود عربی اسلامی ټیکه دارانو د فعالیت په اساسی مرکز بدل شو او ټول مالی کمکونه چي به له افغان مجاهدینو او مهاجرینو سره کیدل په هغه پاکستان ځان د اسلامی اټومی سلاح خاوند کړ، او اوس غواړی چي د افغانانو دسرنوشت په ټاکلوکی د حیاتی منافعو د ګټو په صفت ځانته پوره برخه ولری او که دا برخه څوک ور نکړی نو پدی منطقه کی به نه سوله وی او نه امن!

هرڅه له پاکستان څخه راځی که طالب ، که تروریست،که القاعده، هغه هم له ډیرو غټو سلاحو سره، لیکن هیڅوک نه افغان دولت ، نه ناټو او نه ملل متحد ددی سوال طرح کوی چي ددی ناولی جنګی چینی مخه ونیسی؟ ولی مسوؤل مقامات عملی اقدام نکوی؟ حتماء په خپلو سرو او چوکیو بیریږی او له ابتدا څخه هم هدف قدرت رسیدل وه ولوکه د روسانو او د هغوی د اجنتانو په وسیله سره هم وی؟!

هغه متل دئ چي ځاځی پور غواړي او توری لا نور غواړي؟

افغانان چي د ناولی اولعنتی جنګ، چي له هغه ابتدا تر ننه یوازی د چوکی لپاره جګړه ده، او لا ښه توده ده، اولاتر اوسه موږد دی وخت ندی پیدا کړی چي د خپلی غصب شوی ځمکی د بیرته تر لاسه کولو غږ پورته کړو ځکه هغه چا چي د خاوری د ازادی نیت درلود هغو موکه پیدا نکړه او هغه چا چي ځمکه خرڅه کړه هغو ځان په خوب اچولی اود چا چي قدرت په لاس کی دی هغه د ځمکی د ازادی مفکوره لا په مغزوکی نده پیدا شوی، خو پنجابیان بیا ځان راته د پښتنود حقوقو د اعادی ټیکه داری په غاړه اخستی او دوی بیا دلته د افغانانو په وطن کی د برخو ویش راکوی نو زموږ د زیاتی بد بختی په نتیجه کی اوس د شکاری سپو د نیستی له لاسه پنجابی ګیدړی پر بامو راته ګرزی نو د خاوری د ازادی غږ به څوک پورته کړی.

جهادی رهبرانو هغه وخت د پنجاب د غلامی پړی غاړی ته کړاو بیا یی په دواړولاسو د تسلیمی او احترام مراتب تقدیم کړل چي هغوی د ملل متحد د سولی د پلان د نابودی لپاره له خپلو پخوانیو دشمنانو سره لاره یوه کړه  او پخوانی ناولی دښمن یعنی د روسی جمهوریت ته یی مراجعه وکړه او د روسانو او ایرانیانو د منځګړیتوب  په نتیجه کی ېی له انقلابی پرچمدارانو سره یو ځای د ملل متحد د سولی پر پلان کو دتا وکړه هغه ملی اردوې ماته کړه چي د پنجابیانو زړونه یی په پنجاب کی لړزول،هغه دسولی او جنګ ګوند یی مات کړ چي حتی انګریزان ځینی بیریدل،او بالاخره هغه زړه ور او پیاوړی رهبر چي د سرو لشکرو د وتلو ورځ ېی د نجات ملی ورځ اعلان کړه چي هغه په واقعیت کی له روسی سوپر پاور سره د ټټر وهل وه، اودی غیرتی رهبرچه  یوی خواته  یی  خپل ننګیالی ولس ته د روغی جوړی لپاره غیږه خلاصه کړی وه خو له بلی خوا یی هم له خپلی مور څخه په زغرده دفاع کوله او د دنړی له ټولو متجاویزونو سره په میړانه بیله سرو اوشنو لشکرو تر هغو پوری مقابله وکړه تر څو چي دا لشکری د وطنی لعنتی جوړی په نامه په ټګی او برګی سره دشمن ته د نامردی په ډول ورتسلیم شوی او دا د وطن ننګیالی یی تښتی ته مجبور کړ، خو بالاخره یو ځل بیا دی غیرتی رهبر د وطن له ډیرو نامردو او بیغیرته دشمنانو سره په مخامخ جګړه کی د ځمکی د بشپړتیا  پخاطر د نه تسلیمیدونکی زمری په شان مقابله وکړه تر څو د شهاد ت افتخار یی نصیب شواوله هغی ورځی تر نن پوری د افغانانو پر بامو باندی کله شنی کله توری او کله رنګارنګ  ګیدړی ګرزی خو په وطن کی نه سوله درک لری نه ارامی اونه هم ازادی ا و خپلواکی.

، دسولی د پلان په عوض یی په توطیو او کودتاوو شروع وکړه او دهغه په نتیجه ملی دشمن ماتونکی اردو له منځه ولاړه او ملی حاکمیت هغه چاته ور تسلیم شوه چي د ساتلو لیاقت یی نه در لود او وطن یوه بل داسی جګړی ته داخل شو چي اوس یی دحل لپاره لیاره ځینی ورکه ده.

جهادی قومندانان او رهبران کله کله دعوی کوی چي موږ د جهاد په نتیجه کی سوسیا لیزم له منځه یووړاو موږ د نړی قهرمانان یو؟ دبرلین دیوال ونړیده او شرقی جرمن له غربی جرمن سره یوځای شو،دشرقی اروپا هیوادونه د سوسیالیزم له زنځیر څخه خلاص شول،د شوروی سوسیالستی جمهوریتونه له منځه ولاړ،لویه یوګوسلاویا په ډیرو کوچنیو هیوادو وویشله شوه، خو لدی ټولو دعوو سره سره زموږ وطن د ملی دشمن ماتونکی اردو د نه لرلو په وجه د پنجاب ناوه کی ګرزیدلی او خپلی لوبی ورباندی کوی! داد غیرت پتنګان دومره توان او طاقت نلری چي یا خپل ځان په پښو ودروی او یا هم له خپل هیواد څخه دفاع وکړی؟ دوی هم لکه د پود ین په شان طاقتور دی لیکن خپل ځان نشی تم کولای؟ اود خپلی غصب شوی خاوری د بیرته تر لاسه کولو سوال یی اصلاء په دی ( روښانه) مغزوکی تر اوسه پوری وجود نلری پاته خو شوه د هغه دعوی او یا هم دهغه ازادول او یا د هغه لپاره د وینی تویول؟

د اسلامی انقلاب له بری  را وروسته د اول ځل لپاره پاکستان په ټولو هغو ازادو قبایلو کی چي هلته د پاکستان قانون چا نه پیژانه هغه منطقی یی تر خپل قانون لاندی راوستی او حتی ډیره جالبه او د نه منلو وړ خبره لا داده چي د اسلامی انقلاب له دوهمی او تکاملی مرحلی نه وروسته چي د انسانی امپر یالیزم په ذریعه تر سره شوه پاکستان خپلی سرحدی تاڼی د ۴۵ کیلو مترو پوری د افغان خاوری په دننه کی را مخته کړی او تر اوسه چا دهغه غږ هم نده پورته کړی؟!

ډیره د تعجب وړ او د نه منلو خبره دا ده چي پرون مجاهید ینو د د نیا له ډیر ستر سوپر پاور سره په ډیره میړانه، مقابله وکړه او بلاخره یی هغه مات کړ ، لیکن اوس دومره وارخطا شوی چي له یوه لنډغر پنجابی  دولت څخه په شا شا باندی رهی دی چي اخیر د امو دریاب ته ونه لویږی؟

یوازنی علت یی داسی فکر کیږی چي جهادی رهبرانو لکه چي د جهاد په وخت کی وعدی کړی او له خپلو امضاؤ څخه ډاریږی او یا هم پنجابیانو داسی فلمونه ځینی ډک کړی چي د هغو له رسوایی ډاریږی او څکه پټه خوله دی؟!

رابه شو دنړی د دموکراسی ټیکه دارانوته چي هغوی بیا د جهادی ټیکه دارانو پر خلاف وایی چي زموږ د اګنتوری کار او فعالیت په نتیجه کی پورتنی کار نامی تر لاسه شویدی او د دوی د کار او فعالیت په نتیجه کی وه چي اولی جهانی سوپر پاور له منځه ولاړ او نړی دسوسیالیزم له شره خلاصه شوه؟

امریکا اود هغی یارانو رشتیا هم دسوسیالیزم په له منځه وړلوکی ډیر ستر رول ولوباوه اوله پخوانی شوروی سوسیالستی جمهوریتونوځخه ازاد شوی هیوادونه یی ډیر ژر په رسمیت وپیزندل، اوله هغو سره یی د هر ډول اقتصادی کمکونو ځخه دریغ ونه کړ.د شرقی اروپا د نویو ازادشویو هیوادونو سره یی هم هر ډول کمکونه وکړل.

امریکااو دهغه نړیوال یاران چي د دموکراسی ازادی او د ځمکی د بشپړتیا د ټیکه دارانو دعوی کوی او حتی د مسلمانانو د دفاع په نامه یی پوره یوه میاشت د یوګوسلاویا په نشنلست رهبر میلاسوویج باندی رڼا ورځی توری شپی کړی او تر هغو چي د میلاسویچ قواوی له کوسوو څخه ووتی نو بیا یی جګړه ختمه کړه . تر څو نړیوالو ته ځان د ازادی ټیکه دار معرفی کړی؟

هغه متل دی وایی یو بام او دوه هواوی؟ ددی متل څخه ډیر هدفونه دی .

اول داچه جهادی ټیکه داران ځانونه دجهان قهرمانان بولی خو د خپل هیواد د ساتنی توان نلری؟ شه مثال یی د ثور د اتمی نیټی تاریخی تیښته او ستر ستر جهادی ګامونه او کورته ځان رسول وه.ددوی لافی او تیښته نه سره جوړیږی ځکه نو لازمه ده چي هر څوک باید د خپلی خولی سره مناسبه ګوله وکړی که نه نو حتماء یی په ستونی کی نښلی او د بد نامی سبب کیږی ،لافی د جهان د قهرمانی او بی کفایتی  تر دی سرحده چي د شپاړلس کلن جشن د مراسمو امنیت نشی نیولای او بیا عذر تر ګناه بد تر د مقابلی او پاته کیدو په عوض تیښته د شرم وړ خبره ده  او پورتنی ساده مثال چي پنجابیانو څوموره خاوره لاندی کړی ، او چي څومره نوره به یی لاندی کړی وی او لاندی کوی به یی په هغه باره کی معلومات نشته ،که مو سیاست ته له وسه نوی پوره نو څه په جبر خو چا نه یاست راوستی بلکه په ننګ باندی را وبللی او تر پلچرخی پوری ښه راغلاست ته هم درغلل ،دهغه په عوض تجارت وکړی بیله هغه زیاته هستی مو د غنیمت په نام تر لاسه کړی ، شه تجارت پری وکړی، او سیاست هغه چاته پلاس ورکړی چي په سیاست پوهیږی، جنګ هغه چاته ورتسلیم کړی چي په جنګ پوهیږی او دشمن ته یی تسلیمی نوی زده او یوازی وطن او کفن پیژنی.

دوهم داچه جهادیان نه تنها دخپل هیواد د نجات پتنګان  ځان بولی  بلکه د جهان د ټولو نویو ازاد شویو هیوادونو د ازادی پتنګان هم دی خو دیوه ټیکه دار له خولی هم کوم چا د پښتونستان دازادی غږ ندی اوریدلی؟

او که کوم وخت یو بل څوک پدی باره کی خبری کوی نود استاد عطامحمد نور يه شان چي یو جهادی ټیکه دا ر دی ورته وای چي ما به پښتونستان ضرورت نداریم و پاکستان که در وقت جهاد با ما کمک کرده از خود ازرده نمی سازیم؟! یعنی تحفه از کیسه خلیفه؟ ویا تجارت بر ناموس؟

شاید بعضی جهادی رهبران او قومندانان د عطامحمد نور په شان قومندانان پدی عقیده وی چي د ین او مذهب ناموس شمیرل کیږی او دوی دا کار د روسانو په ایستلو سره تر سره کړیدی او ناموس یی وګاټه؟ ، پداسی حال کی چي جهادیانو اورتودکس عیسویان یعنی شورویان وایستل لیکن د ډاکتر نجیب خبره چي دوی به د قدرت دنیولو لپاره د یوه په عوض شل راولی او په عمل کی یی څلویشت راوستل! دی ته وای جهاد؟

په حقیقت کی دین او مذهب په مغزو کی ځای لری اوکه هغه په زور او جبر تغیر کیدای اویا له منځ تلای اوس به افغانستان هم ټول سور خلقی وای او په شوروی اتحاد کی به هم عیسویت وجود نلرلای؟ هغه څوک له مغزو نشی په جبر ورکولای ترڅو چي څوک ونه غواړی.( شه مثال یی هم د عبدالرحمن دی چي عیسوی شو او چا یی مخه ونه نیوله اوپه زور او جبر باندی هم مذهبونه نه ساتل کیږی)

عملاء خاوره ناموس ده نو اوس ددی وخت راغلی چي باید دخپل ناموس د تر لاسه کولو لپاره بیا د جهاد تدبیر ونیول شی او جهادی رهبران باید اوس د بین المللی جامعی په مرسته د خپل ناموس ازادی له پنجابیانو څخه د تر لاسه کولوفتوی صادره کړی او جهاد په داسی شکل شروع کړی چي اول باید رهبران د ملل متحد د امنیت شورای له دایمی غړو سره په ډیره ارامه فضا کی داسی بحث وکړی چي د پورتنیو هیوادونو مثالونه ورته راوړی جه دهغو مثالو له رویه، مثلاء دشوروی قوواوی له شرقی جرمنی څخه ووتی او شرقی او غربی جرمنی سره یو شول اویا هم د شوروی اتحاد د هیوادونو مثال چي بیله کومی جګړی ټول هیوادونه په صلح امیزه ډول مستقل شول.

نو پاکستان هم باید په سوله او ارامی سره د خپلوقًوواو د وتلو لپاره نیټه وټاکی او خپل طبعی سرحد ته شاته شی. او که چیری په روغه او سوله امیزه ډول پنجاب وتلو ته تیار نشی نو بیا هغه متل دی چي کږه خوله په سوک سمیږی. نو باید د پخوا په شان یعنی(په دوهم افغان –انګلیس جنګ کی امیر ونیول شو اردو له منڅه ولاړه اوهیڅ دولتی اورګان موجود نوه خو دشمن مات شو) د ازادی بیرغونه باید جهادی رهبران د الله اکبر په ذکر سره د ولسونو ترمخ او سپین کفن په تن او مقدس جهاد باندی یوڅل بیا شروع وکړی او دا جنګ وهلی وطن په میړانه سره د پنجابی لوړ غوشتونکو څخه د ابد لپاره خلاص کړی!

مجاهدینو با ید د ډاکټر نجیب له رژیم څخه دا دعبرت درس واخلی چي هغه کله د وطن دساتنی ډبره په سینه ووهله نو نه تنها یی رژیم تر هغو پوری په میړانه  وساته تر څو چي د مترقی پرچمیانو پلاس تسلیم شو، بلکه د وطن له رنګا رنګ دشمنانو سره چي البته کم نوه هم په داخل کی او هم په خارج کی به ډیره میړانه مقابله وکړه.ځکه چي د وطن خلک د مور د ساتنی لپاره میدان راووتل او د مور ساتنه وه چي اصلی او اولی کار ده او همدا وجه وه چي هغه رژیم له ټولو دسیسو سره سره دری کاله دوام وکړ اوکه د سولی پلان عملی شوی وای نو نن به زموږ وطن هم د کمپوچیا پشان د ارامی ازادی او ترقی خاوند وای او د اشغا لی خاوری لپاره به مو ځانونه تیارول.

 پخوا ویل کیدل چي که مجاهدین قدرت ونیسی نو به په وطن کی سوله راشی خو چا دا سوله ونه لیدله ، که یی یو علت د مجاهدینو چور او چپاول وه خو له بلی خوا د ډیورنډ زخم دی . او کله چي جهادیان د (اسمانی) فرشتو له لاسه ماته وخوړه او مات شول او دا فرشتی هم د پنجاب ساخت وی، خو بیا هم سوله را منځته نشوه او حتی د کلتور پزه مو هم پکی له منځه ولاړه. او اوس د ټولی نړی قوواوی په افغانستان کی جنګیږی خو بیا هم سوله نشته ؟

ایا څوک داسی رژیم چي د هغه له پاکستان سره جنجال نوی راغلی پیژنی؟ ایا په اینده کی داسی امکان لری چه

داسی یو رژیم را منځته شی چي له هغه سره به پاکستان په روغه ژوند کړی وی په ګوته کولای شی؟

ایاجهادی رژیم د پنجاب ساخت نه وه؟

ایا طالبی رژیم د پنجاب ساخت نه وه؟

ایا اوسنی جهادی،امریکایی او ګنج الفساد رژیم د پنجاب په موافقه جوړ نشو؟

ایا طالبان ، القاعده او نور تروریستان له ډیورنډ نه هغه خوانه راځی؟

ایا دطالب او القاعده لپاره هغه کمپونه چي لا پخوا هلته موجود دی جهادیانو او امریکایانو ته معلوم ندی؟

که چیری څوک دا سوال مطرح کړی چي موږ له پنجابی لوړ غوشتونکو څخه ځان نشو ساتلی نو اشغال شوی خاوره به څنګه ازاده کړو؟

جواب دادی چي وایی لوڅ له اوبو نه بیریږی . زموږ وطن اوس دومره وران دی چي د زیاتی ورانی لپاره هیڅ شی ندی پاته نوبه څشی خراب شی؟ په مرګ سره خو هره ورځ افغانان مری که جګړه وکړو اوکه نه لیکن که دا اوسنی تلفات په مستقیم جنګ کی وی او په میړانه ځانونه د ناموس د ګټلو لپاره قربان کړو هغه مرګ زر ځله بهتر ده تر غلامی، او هره ورځ مرګ.

رشتیا هغه څه چي خرابیږی هغه یوازی ژوند دی او دهغه تر څنګ د وطن زیر بنا ده چي هغه لا پخوا دهغه جهاد په تنیجه کی چي هدف یی قدرت ته رسیدل وه له منځ تللی او څشی ندی پاته هغه څه چي اوس پاته دی هغه هستی دارایی او جایدادونه دی چي هغه یوازی د جهادی قو مندانانو ملکیت دی اود ازادی جنګ ته هم یوازی بعضی همدا جهادی قومندانان چي مثال یی د پخوانی ایتلاف عطامحمد نور دی دخپل تجارت او هستی په خاطر چي د چور او چپاول محصول ده، ندی تیار او دوطن لپاره ځان قربانول هم د هر چا کار او مسؤلیت ندی اوهر څوک هم تر وطن ځان نه قربانوی بلکه د وطن پر ناوموس تجاوز کوی، او د خلکو په ناموس تجاوز خو اوس د شمالی ایتلاف د  ملیشو دنده ګرزیدلی ده ، نو که دا ملیشی چي له مستی د خلکو پر ناموس تیری کوی د پنجاب پر خوا ور مارش شی  څومره عالی خبره به وی تر څو معلومه شی چي دا کاغذی زمریان د وطن له ناموس له دشمن سره په کومه اندازه مقابله کوی؟ داسی نشی پیښه چي غزا او د مور د ازادی جګړه پاته وی او د ایتلاف ملیشی په عیاشی او خپل پخوانیو عادتو باندی مصروف شی؟!

ټول عالم غزا ته ځی – نامرد سرکوزی غلا ته ځی.

که چیری جهادی رهبران واقعاء جهاد، وطن او د ناموس د تر لاسه کولونیت او اراده لری نو همدا موکه باید له لاسه ور نکړی ځکه له یوی خوا ټولی نړی ته د پاکستان تیری د لمر په شان روښانه ده او له بلی خواد ناټو او دهغه د یارانو تلفات اوج ته رسیدلی.

اما که جهادی رهبران پخپل سر، مال او چوکی ونه ډار شی او په میړانه سره د خپل ناموس د تر لاسه کولو لپاره ملا وتړی او د جهاد فتوی ورکړی نو نور الله نور به وی، او که داغږ هم ورسره پورته کړی چي :

که په ډیورند کی شهید نه شوی– مجاهد وروره بی ننګی ته دی ساتینه.

دا به نور هم اولسو نه د وطن د ازادی جګړی ته د واده  پشان را مست کړی لیکن چي افغان رهبران د چوکی او یا وطن فروشی په لو مو کی بند شی او ددی موکی څخه د خپل وطن د ازادی لپاره ګټه پورته نکړی نو به له یوی خوا دتاریخ بد نامی تر لاسه کړی او له بلی خوبه دا سوالونه هم خلګو ته بیدا شی چي دوی ولی په خوله جهادیان ول اوپه عمل کی تجاران وختل؟ خبری یو څه او په عمل کی بل څه ، قدرت او هستی یعنی جهاد؟

اوکه څوک داسوال مطرح کي چي موږ لا په پښو نیو ولاړ نو جنګ به په کومو قوتو باندی وګټو او څنګه به له یوه داسی پیاوړی دشمن سره چي په داخل کی هم زیات اجنتا ن لری مخته بوزو؟ جواب دادی چي له پنجابی څخه هم وینی توییږی او هغه  ددی وړتیا او هنر لری چي زموږ وږی او بر بنډ ورور ته منفجره مواد پر شا ور وتړی او په کابل یی را مارش کوی نو موږ ولی ددی توان نلرو چي عین عمل وکړو؟

که د طالب او پنجابی انتحاری حمله سل تنه په کابل کی وژنی نو د افغان وطن ساتونکی هم باید ځانونه لاهور، پنډی او کراچی ته ورسوی او هلته به د هر انتحاری تلفات حد اقل لس چنده زیات وی بیا به ثابته شی چي څوک د سولی او اور بند ناری او چیغیی پورته کوی چي اور بند اود وتلو لپاره وخت راکړی؟

وایی باز خانه نه بی بازه کیږی، په وطن کی لا تر اوسه داسی ځوانان شته چي له دشمن سره د مقابلی اراده لری، کیداشی چي بیا د وزیر اکبر خان په شان ځوانان خپله توره له تیکی راوباسی، دا ممکنه ده چي بیا د غازی ایوب خان اومیر مسجدی خان پ په شان میړنی پیداشی اود ډیورنډ په غرونوکی پر ناولی او ظالم دشمن رڼا ورځ توره شپه کی او تر پخوایی لا توده کی او د وطن مور د تل لپاره له هر ډول تیری څخه خلاصه کړی.

نظامی حالت چي دهغه له مخی په وطن کی له یوی خوا پخوانی ۷ تنظیمونه چي په پاکستان کی اوسیدل جمع ۸ تنظیمونه چي په ایران کی اوسیدل جمع تسلیم شوی خلقی او پرچمی ګروپونه، جمع د نړی د تقریباء ۴۰ هیوادونو قوواوی چي عملاء په جنګ کی مصروف دی جمع د ماویستانو مختلف ګروپونه، جمع د افغان ملت مختلف ګوندونه، لیدل کیږی. اما په مقابل طرف کی څو زره لغړ او پای لوڅی طالبان جمع د جهاد د مقدسی دوری څو زره بلد ، ازمایش شوی او تکړه لنډغری پنجابیان قرار لری، او که څوک د پنجاب له با کمیته اردو ډاریږی نو هغه باید تاریخ ته مراجعه وکړی څنګه د لغړ واو بی سلاح بنګالیانو ته د سلو زرو نه زیات پنجابیان تسلیم شول او هغه هیواد د تل لپاره د سولی او ارامی ژوند لری، او که د پنجاب اردو غټه ده هلته  په دنګو دنګو غرونو کی هم زړور پښتانه اوسی هغه هم هغه اسانان دی چي پخوای لا په خالی لاسونو د دنیا له سوپر پاور سره داسی پنجه نرمه کړه چي که دهغو هیره وی د تاریخ له زړه نه وزی. چي البته د قوواو تناسب د ځمکی او اسمان تر منځ فرق لری څکه چي پنجابیان هغه عصری سلاح نلری چي غربیان یی لری، او نه هم له طالبانو سره هغه د ډالرو، عصری  سلاح  او مهماتو کمک چي پخوا له جهادیانو سره کیده، وجود نلری.

او که څوک د پنجاب له اتومی بمونو څخه بیریږی هغه خو اسلامی اتومی بمونه دی او د کفارو لپاره دی نه د مسلمانانو لپاره او که د نو زموږ پر ضد یی نشی استعمال کولای ځکه چي موږ اتومی سلا ح نلرو.

او له بلی خوا که د هری ورځی د تلفاتو شمیر دقیق وشمیرل شی چي څوک په ځان مرګی، ځوک په دوست مرګی، او ځوک په اشتباه مرګی مرګونو مری او څومره انسانان له لوږی مری ، څومره له مرضو مری، نو که یو څو سوه د وطن او ناموس د ابدی ازادی په خاطر ورعلاوه شی نتیجه به یی دتل لپاره له جنګ څخه خلاصون وی.

او که څوک دا سوال وکړی چي پاکستان د اتګریزانو معشوقه ده اوهغه یی دافغانستان او هندوستان څخه د انتقام د اخستلو لپاره په مصنوعی ډول ایجاد کړی هغه به څوک دی ته مجبورکړی چي خپله معشوقه ورانه کړی؟

نو بیا دا ثابته شوه چي د ازادی او د ډموکراسی ټیکه داران د یوه بام او دوه هواوی په چوکات کی سیاست کوی؟!

دوی په ظاهره وایی چي زموږ جنګ له تروریستانو سره دی او که موږ افغانستان پسی ور نسو نو هغه دلته لندن ته په موږ پسی راځی؟ دوی نه وایی چي ترورستان په پاکستان کی دی او دوی لا له پخوا څخه هلته اډی ورته جوړی او هغه اډی اوس لا هم فعاله دی ،بلکه دا وایی چي تروریستان په افغانستان کی دی؟

افغان ولسه لږ را ویښ شی او واوری چي ستا پرونی دشمن بیا څه افلتی وایی؟

ټول جهان ددی شاهد دی چي د تروریزم د پټیدو، تربیی، اکمالاتو او رهنمایی مرکز پاکستان دی او تروریستان افغانان دی ولی؟

ایا انګریزان سترګی نلری اویا  ماغزه اویا داچه دواړه لری اما دا پلا به هم د میوند او هم دبلاحصار او شیر پور انتقام پداسی شکل واخلی چي بیا دا خاوره نه وزیر اکبر خان وزیږوی او نه ایوب خان؟!

که شمالی ویتنام او جنوبی ویتنام سره یوځای شی بد کارندی، که شرقی او غربی جرمن سره یوځای شی  نو ټوله ناټو خوشحاله وی ،او که شمالی او جنوبی یمن سره یوځای شی نو نور الله نورده، اوکه بنګله دیش د امریکا په کمک ازادیږی هم بده خبره نده، اوکه د افغانی جهاد په نتیجه کی د شوروی سوسیالستی اتحاد جمهوریتونه د خپلو پخوانیو ملی اوژبنی چوکات پر اساس سره تجزیه کیږی نو فوقالعاده تاریخی حادثه ده، اوکه یوګوسلاویا هم په ډیرو زیاتو هیوادو ویشل کیږی هم قانونی او طبعی موضوع ګڼل کیږی ، او که هانګ کانګ بیرته چین ته سپارل کیږی هغه دهغه حق وه ځکه چي هغه د اینده سوپر پاورده، اوکه تایوان څوک نشی ازادکولای ځکه چي چین خطر ناک دی.

نو بیا به د کوسوارانو موضوع له نروارانو سره مقایسه کړو چي کوسوارانوته ازادی ضروری ده تر څو په منطقه کی یوه نظامی اډه ولری نو ایا د نروارانو منطقه چي اوس د طالبانو او القاعده په اډه باندی بدله شوی ده او پاکستان چي په جهان کی د اسلام ټیکه دار دولت دی او هغه عملاء ددی طالبانو او القاعده تربیه اکمالات ا و هراړخیزه پالنه کوی او په منظم ډول له پاکستان څخه را اوړی او په افغانستان کی عملیات کوی او د افغانانو او ناټو ته تلفات ورکوی ، نو بیا ولی ناټو د بین المللی قوانینو له مخی په پاکستان باندی عملیات نکوی چي افغانستان یی د رنګارنګ اسلحو د ازمایش میدان ګرزولی؟

ولی ناټو او په مجموع کی غربیان نه د فلسطین له ازادی سره علاقه لری او نه هم د پښتونستان له ازادی سره؟

لدی سره سره چي انګریزان دعوه کوی چي پښتانه یهودیان دی او جعلی تاریخ یی هم داسی جوړ کړی چي په یهودیانویی ګډه وی لیکن په عمل  له پښتنو سره داسی وضع کیږی لکه فلسطینیان چي وی؟!

پخوا افغانستان د روسی اډه وه لیکن اوس خو د هغو اډه نه بلکه د ناټو اډه ده او دوی ولی دا اډه نه مضبوطوی؟

ایا ناټو غواړی افغانستان اباد،ارام او یو موټی کړی او که غواړی چي دهغه سرحدونه د انګیزانو علمی درجی ته ورسوی؟

حالت در لود لیکن    Buffer state د افغان اشغالی خاوری له هم هغه ابتد،( له انګریز دم تر نجیب دم پوری)

د جهادی انقلابیانو له بری وروسته بیا پنجابیانو له موکی ګټه واخیسته او هغه یی د خپلی لعنتی او فسادی خاوری جز وګرزاوه او له هیڅ ډول عکس العمل سره متاسفانه مخامخ نه شول؟ ولی ؟ ایا هغه د افغانانو خاوره نده؟ او  که افغانی حاکمان افغانان ندی؟

که ناټو تر پرون پوری د پښتونستان له طرحی سره مخالفه وه دهغه اساسی علت د افغانستان اړیکی له روسانو سره وی. لیکن نن خو هغه ده ناټو د افغانستان بادار ده او پښتونستان هم ددی خاوری نه بیلیدونکی جزدی.

که څوک دا سوال طرح کړی چي یوګوسلاویا د داخلی جنګونو په نتیجه کی تجزیه شوه او هلته ملی ازادی غوښتونکی جنبش موجود وه، جواب دادی چي په اشغال شویو ځمکو کی لا د هندوستان له تجزیی د مخه هغه وخت چي جناح لس نفره مسلح نلرل او خان عبدلغفار خان لس زره لرل د خدایی خد متګارانو جنبش موجود وه او اوس هم هغه نه تنها خدای خدمتګاران دی بلکه هغوی عملاء ځانونه افغانان ګڼی نه پنجابیان؟ او د پنجاب څخه د خلاصون ارزو لری، اوکه احیاناء د تاجکستان ،ترکمنستان، ازبکستان او نورو شوروی جمهوریتونو په شان د ازادی ارزو هم ونه لری هغه د افغانستان دخاوری یوه ثابته برخه ده افغانان د هغه د استرداد او بیرته تر لاسه کولو مسؤلیت او مکلفیت لری.

دریم داچه امریکا و یاران شان نیز مثل استاد با درایت عطامحمد نور هم په ټوله نړی کی د دژبی اوملیتونوپر بنیاد د نویو هیوادونو دجوړښت سره له حده زیات کمکونه کړیدی او حتی یوه وړه ولسوالی یی د کوسوارانو لپاره دیوه ازاد او مستقل هیواد په نامه اعلان کړ.

لیکن که دا سوال مطرح شی چي ولی د پښتونستان د نرانو لپاره څوک ( جهادیان او یا د هغوی ملاتړی او د دموکراسی او ازادی ټیکه داران)د ازادی غږ نه پورته کوی؟

پدی فرق چي د دیورند خط له بابا ادم نه تر نجیب دم پوری چا په رسمیت نده پیزندلی او ددی لعنتی خط لپاره زموږ ولسونه تباه شول تباه کیږی او نور به لاهم تباه شی خو هغه به له څو لعنتی ستمیانو پرته بل څوک په رسمیت ونه پیژنی،اما د بر لین دیوال خو د دوؤ سوپر پاورو لخوا او د کوسوو سرحدونه لا د باباادم له وخته په رسمیت پیزندل شوی وه؟!
ایا امریکا او دهغی یاران د انتر ناسیونالستی  نجات په شان افغانستان ته راغلی او که د صلیبی جنګونو د غچ اخستلو لپاره؟

که ناټو او یاران یی په رښتیا د ډ موکراسی او ازادی ټیکه داران وی نو ولی د ټولی دنیا نوی سرحدونه بین المللی اعتبار لری او پخوانی حقیقی قراردادونه فسخ کیدای شی، لیکن د ډ یورنډ غیر حقیقی، جبری اود ملا نصرالدین معاهده چي حتی قرار داد هم ندی او چا امضا کړی هم ندی ( دری متن یی امضا شوی هم نده او فرضاء امضا هم وی ایا د جرمنی تر سرحد چي د دوو سوپر پاورو لخوا تقسیم شو) با ید زیات اعتبار ولری او نشی باطله کیدای؟
ایا د انګریزانو معاهده بالا تشبه د قران حکم دی؟ که داسی وی نو بنګله د یش له کومه  شو؟

د تاریخ جوړول هم د هر چا دنده نده هغه څوک تاریخ جوړوی چي هغه له ژوند سره د خاوری او وطن په خاطر لوبه وکړی او هغه ته چندان ارزش قایل نشی او د مست یاغی په شان له دشمن سره پنجه نرمه کړی. پای

.