کور / #PTM / جينوا : د پښتون ژغوني غورځنګ د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر مخي ته ستر لاريون وکړ

جينوا : د پښتون ژغوني غورځنګ د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر مخي ته ستر لاريون وکړ

پرون د سويس په جينوا ښار کي د پښتون ژغورني غورځنګ په ملاتړ په سلګونو پښتانه راټول سوي وه او د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر مخي ته ئې  د  يوه ستر لاريون په ترڅ کي  د پښتنو سره د پاکستاني استخباراتو روان تشدد وغندی.

په دغه لاريون کي چي د اروپا د بېلابېلو هيوادوو څخه پښتانه ورته راغلي وه، د هغه ظلمونو او وحشتونو غندنه وکړه، کوم چي د پاکستاني استخاباراتو  ( آی ايس آی) لخوا د پښتنو سره کېږي.

په دغه لاريون کي د پښتون زغورني غورځنګ د مخکښانو او مشرانو نيول هم په کلکه وغنذل سوه.

يوه ګډونوال فيض الحق لراوبر ته وويل، چي په دومره لوی شمېر د پښتنو يوځای کېدل ددې نښه ده چي پښتانه نور ويښ سوي دي او د خپلو حقوقو غوښتنه به ارومرو کوي.

ښاغلي فيض الحق وويل، چي پښتانه اوس غواړي چي د نړۍ د نورو قومونو سره سيالي وکړي او ددوی د پرمختګ په وړاندي چي هرڅوک خنډ جوړوي پر ضد ئې بايد مظاهرې وکړي او د همدې لاري کولای سي چي نړيوال ملاتړ خپل کړي.

مظاهره کوونکي چي د اروپا له بیلابیلو ښارونو څخه جینیوا ته تللي دي، د پښتون ژغورنې غورځنگ د مشرانو، منظور پشتین، محسن داوړ، علي وزیر، او د پي ټي اېم د فعال ارواښاد پروفیسر ارمان لوڼي عکسونه او شعارونه پورته کړي وه او له نړېوالو غواړي چي په پاکستان کې د پښتو پر وضعیت نظر ته پاملرنه وکړي.

د پي ټي ايم يوه مخکښه ثنا اعجاز وايي، چي ددغه لاريون هدف د خړ کمر د پېښي غندنه او په سيمه کي د پښتنو سره د روان ظلم او وحشت په هکله د نړيوالو خبرول دي.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه د شمالي وزيرستان په خړ کمر کي د پاکستاني پوځ لخوا ۱۶ تنه بې ګنا پښتانه په ډزو شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

د  خړ کمر د پېښي وروسته په سيمه کي پوځ کرځبنديز لګولی دی او هلته هيڅ خوراکي توکي نه پرېږدي چي ګڼ کسان د سختو ستونزو سره مخ سوي دي او هلته اوس يو بشري ناورين رامنخ ته سوی دی.