کور / سياسي / سولې شورا ته د عمر داودزي راتګ او په دغه شورا یې اغیز!

سولې شورا ته د عمر داودزي راتګ او په دغه شورا یې اغیز!

 لیکوال: جهانزېب وطن

عمر داودزی چې څلور کاله په پرلپسې ډول د ملي وحدت حکومت سرسخت مخالف وه او په دغو کلونو کې یې د حکومت په مخالفت ناستې ترسره کولې تل به یې د اعلامیو له لارې د حکومت په بدیل فکر کاوه   (بدیل در راه است)  او د حراست او ثبات شورا له ادرسه به یې په حکومت نیوکې کولې، ده دا حس کوله چې د افغانستان ثبات په لوړو امکاناتو، له مدني ټولنو سره په ناسته او د بهرنیو هیوادونو له سفیرانو سره په کتنو مینځته راځي، نوموړي به په ورځ کې له دوه یا درې سفیرانو سره ناستې ترسره کولې او د ټولنیزې میډیا له لارې به یې ځانته کمپاین کاوه، دی چې په تیر حکومت کې په ایران او پاکستان کې د سفیر او د کورنیو چارو وزارت دندې ترسره کړې وې؛ نوموړي پوخ اما ناکامه سیاستمدار په حیث په افغاني ټولنه کې ځان را څرګند کړ. ده فکر کاوه چې د افغانستان د ولسونو په مینځ کې یې ځانګړی ځای موندلای او د جمهور رئیس په توګه به را څرګند شي او د ولسمشر په پروتوکول به یې له خپلو همفکره ملګرو سره چارې مخته وړلې، خو په پای کې متوجه شو چې زه باید د دې څوکۍ د خپلولو لپاره په کورنۍ، سیمه ایزه او نړیواله کچه ډیر زیار وباسم تر څو د دوي اعتماد ترلاسه کړم.

خو د څلورو کلونو په تیریدو سره داودزي له ناچارۍ څخه حکومت ته د توافق لاس اوږد کړ او د جمهور رئیس سره یې ناستې ترسره کړې چې بالاخره د حراست او ثبات شورا په مټ وتوانید چې د حکومت ړوند اعتماد تر لاسه کړي او د سولې عالي شورا د دارالانشاء تر څنګ د سولې په برخه کې د سیمه ایزې اجماع لپاره د ولسمشر ځانګړي استازیتوب حکم تر لاسه کړي، دا چې نوموړی په حکومت کې د ډیرې کاري تجربې په درلودلو سره د خلکو په غولولو کې پوره مهارت لري نو یې دغه پیټي ته غاړه ورکړه او سمدلاسه یې د سولې دارالانشاء څوکۍ اشغال کړه، د معرفي کیدو سره سم یې د شورا غړو ته وویل چې مونږ او تاسې به په یوه داسې فضاء کې کار کوؤ چې هر څوک مکلف وي تر څو د سولې لپاره کار وکړي او داسې غوړې وعدې یې له کارکونکو سره وکړې چې په روحي ډول کارکونکي دومره مخته لاړل چې ساری یې نه لیدل کیده، هیڅ مامور د بل مامور څخه کمتر ندي او هیڅ مامور د بل مامور څخه برتر ندي او ټول یوشان حیثیت لري، خو هغسې نه ول یوازې د سولې شورا د کارمندانو په سترګو کې خاورې اچول ول، نو سمدلاسه یې د جمهور رئیس څخه د خپل لومړي مرستیال حکم تر لاسه کړ او دده په معرفي کیدو کې یې د دارالانشاء د پخواني مرستیال څخه چې د هغه هم دوه میاشتې پوره نه وې او د جمهور رئیس په حکم مقرر شوی وه بې له کوم دلیل څخه استعفاء وغوښته او د دارالانشاء په برخه کې یې خپل ټول صلاحیت تازه ګمارل شوي لومړي مرستیال ته وسپارله ، نوموړی چې پخوا په همدغه پوست دنده ترسره کوله او تر لومړۍ استعفاء وروسته یې د دوهم ځل په را تګ سره سم یې عقده ای چلند شروع کړ او داودزی د خیر په غونډۍ کیناست، داودزي د حکومت د پیاوړتیا او د سولې په راتګ هیڅ غوږ ونګراوه او د بهرنیو سفیرانو سره یې د ناستو لړۍ ته دوام ورکړ تر څو د سولې په حکومت کې د جمهوري ریاست لپاره یوازینی کاندید اووسي، نوي مرستیال سمدلاسه د شورا تشکیلات تر لاسه کړل او په رسمي جلسو کې یې د نورو ریسانو سره د مور او میرې چلند غوره کړ او په ناحقي ډول یې رئیسان په رسمي جلسو کې توهینول په لومړنۍ میاست کې یې ددې شورا څخه شل تنه هغه کارکونکي بې له کوم موجه دلیل څخه منفک کړل چې ددغې شورا د ملا تیر حیثیت یې درلود. د منفکیو انګیزه يې په ټولې شورا کې خپره شوه او د کار روحیه ووژل شوه، د شورا هر غړی د خپلې دندې د دوام لپاره په واسطو سر  شول اصل کار پاتې شو او داودزي هم په دې هکله هیڅ غوږ نه ګراوه ځکه چې دي په نورو چارو بوخت وه، په دوهمه او دریمه میاشت کې بیا د لومړي مرستیال له لوري دوهم لیست ترتیب شو او د ښاغلي داودزي هدایت یې باید اخیستی وای خو هغه چاره ددې لپاره  وځنډیده  چې د سولې مشورتي لویه جرګه په جوړیدو وه نو ده باید دغه وړ او په کار پوه اشخاص له لاسه نه وای ورکړي همداسې یې وکړل دغه چاره یې وځنډوله کله چې په ده باندې د داسې شکونه راښکاره شول چې ګوندې د سولې په جوړیدونکې جرګه کې داودزی د موقتې ادارې لپاره کار کوي نو د ارګ او د داودزي ترمنځ د اعتماد واټن رامینځته شو، ارګ وتوانید چې ددې شومې دسیسې مخه ونیسي او ژر تر ژره یې ټولې چارې خپلو باوري ادارو ته وسپارلې او دده د لاسوهنې څخه یې مخنیوی وکړ.

کله چې جرګه په سم ډول رهبري شوه او هغه متوقع پایلې تر لاسه شوې نو داودزی بیا فرصت تر لاسه کړ او په خپلې پالیسۍ یې کتنه پیل کړه او د جرګې څخه وروسته یې اته دیرش کسان د سولې له عالي شورا څخه منفک کړل او د سیاست او خرد او برد میدان یې په شورا کې د ځان لپاره اماده کړ. لا هغه پخواني کارکونکي له خپلو دفترونو څخه نه ول رخصت شوي چې د حراست او ثبات شورا غړي په سولې شورا کې ولیدل شول او په لوړو معاشونو مقرر شول، د سولې شورا په امکاناتو داودزي ته یوه مجلله میلمستون جوړ شو او ټول کارمندان یې په یوه او بل نوم په سولې شورا کې مقرر شول، دا چې د جګړو د مهارولو او د سولې ذهنیت په جوړولو کې د سولې عالي شورا رغنده رول لري تر اوسه یې یوه غونډه هم د سولې په اړه نده ترتیب کړې، د سولې په هکله یې یو متر فاصله هم طی نکړه او ټول تمرکز یې په موقته اداره او د حراست او ثبات شورا د غړو په مقررولو کې تیر کړ، د سولې شورا ټوله بودیجه په شخصي فعالیتونو او  په بهرني سفرونو باندې ولګول شوه، په سولې شورا کې یې د احمد خولۍ د محمود په سر کیښوده او دا جوړ سیستم یې دومره خراب کړ چې حتی ددې شورا کارکونکي هم په دې نه پوهیدل چې دوي باید څه وکړي.

نه له مدني ټولنو سره ناستې ترسره شوې، نه د قومونو سره، نه له ځوانانو او میرمنو سره او نه له سیاسي ګوندونو سره بلکې ټولې ناستې د بهرنیو هیوادونو له استازو سره متمرکزې شوې، دده له راتګ څخه تقریبآ اووه میاشتې تیریږي په دومره لوي فرصت کې ده ونشو کړای چې حد اقل په سولې شورا باندې د افغانانو بایلل شوی اعتماد دوباره احیاء کړي او افغانانو ته خپل رسالت وښایي، کچیرې ددې ادعا کیږي چې د داودزي په راتګ سره د سولې په برخه کې کوم نوښت رامینځته شوی نو مهرباني دې وکړي د یو مطبوعاتي کنفرانس له لارې دې خپلې لاسته راوړنې له خلکو سره شریکې کړي.

ده د ملت دې چوکۍ ته د خدمت له عینکو نه بلکې د قدرت او امکاناتو له عینکو وکتل او داسې خودسره چارې یې تر سره کړې چې هم یې د سولې داعیه ووژله او هم یې هغه بې اعتمادي نوره هم تقویه کړه چې ولسونو یې په دغه شورا درلوده، دده ورور چې اصلا په سولې شورا کې هیڅ ډول رسمي دنده نلري هره ورځ د ریسانو په شعبو چکرې وهي او هغه څوک چې دده په نظر ښه لګیږي له دندې منفک کوي او پر ځای یې دده د شخصي بزنس ملګري مقرروي، دغه شخص چې پخوا په سولې شورا کې دنده ترسره کړې په دغه سیستم پوره بلد دي او هغه ستراتیژیکې نقطې چې ددوي پکې شخصي ګټې دي په خپل اختیار کې راوړي او د خپل قدرت تماشاء د سولې شورا بې واسطو او کمزورو کارمندانو ته ښئي.

د سولې مشورتي لویې جرګې د پریکړه لیک د تعقیب په موخه ولسمشر یوه کوچنۍ دارالانشاء د یوې قوي بودیجې په تصویب سره جوړه کړه چې اوه غړي لري ددغې دارالانشاء د ریاست لپاره یې ځانته وفاداره کس وټاکه چې دغه رئیس پاتې پنځو غړو ترکیب (له خپل زوي، خورئي، وراره، ترورزي او ماما زوي) څخه جوړ کړ یعنې د جرګې ټوله بودیجه باید د سولې شورا د دارالانشاء ریاست تر څنګ یوې کورنۍ ته انتقال شي. ولسمشر په ده باندې ډیر باور وکړ او داسې صلاحیت یې ورکړ چې هر څه یې زړه وغوښتل هغه یې ترسره کړل، خو ولسمشر نباید په پټو سترګو داسې باور کړای وای هغه متل دی چې وایی (آموزده را اموزدن خطا است) هغه اشخاص چې دې نظام او دې ولس ته نه وي صادق نو هیڅکله هم ورڅخه د خدمت طمع کول پکار ندي.

په سولې شورا کې ټول ټيټ پوړي غړي صادق او په کار پوه دي ددوي له مظلومیت څخه ناوړه استفاده کیږي، هغه نجونې چې کولای شي په دغه برخه کې ښه فعالیت ترسره کړي کچیرې د دارالانشاء له غړو سره په غیر مستقیم ډول اړیکې ټینګې نکړي نو هلته ورته د کار زمینه سختیږي او له دندې څخه شړل کیږي او کچیرې په غیر مستقیم ډول د دارالانشاء ریاست سره د خندا او ټوکو اړیکه ټینګه کړي نو بیا ورته د پرواز زمینه برابریږي.

دغه لیکنه په پوره حقایقو ولاړه ده تر څو حکومت دغو کړنو ته متوجه شي، په خاینینو دې دومره باور نکیږي چې هغه بیا د نظام لپاره په درد سره تبدیلیږي او د نظام ریښې له بیخه وباسي.

اوس هم داسې ګنګوسې دي چې ولسمشر غواړي چې عمر داودزی د خپل ټاکنیز کمپاین مشر وټاکي کچیرې ولسمشر په اشتباه پسې اشتباه کوي نو دغه چاره به بیا افغانانو ته د قبول وړ نه وي او هغه باور چې ځوانان یې په ولسمشر لري هغه به هم له لاسه وباسي او ولسمشر به په میدان پاتې وي.