کور / خبرتیا او پيغامونه / عوامي نيشنل پارټۍ د خپلو غړو د هدفي وژنو پرضد احتجاجي لاريون کوي

عوامي نيشنل پارټۍ د خپلو غړو د هدفي وژنو پرضد احتجاجي لاريون کوي

عوامي نيشنل پارټۍ اعلان کړی دی چي سبا به د خيبر پښتونخوا د قامي اسمبلۍ مخي ته ددوی د ملګرو د هدفي وژنو پرضد لاريون کوي.

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي کمېټه وايي، چي د تېري يوې لسيزي راهيسي ددوی د ګوند پر غړو او مهمو څېرو بريدونه سوي دي چي په دې ترڅ کي ئې په لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

د جون مياشتي پر ۲۹ نېټه د ياد ګوند د پېښور مشر سرتاج خان د پاکستاني استخباراتو لخوا په ډزو ووژل سو.

د عوامي نیشنل ګوند سلګونه پلویانو، غړو او یو شمېر مشرانو د جون ۲۹مې پر ماخوستن په پېښور کي د ګوند ضلعي مشر سرتاج خان جنازه وکړه.

د ګوند یوه مشر میا افتخار حسین تر لمانځه وروسته په وینا کې پر امنیت اندېښنه وښوده.

ميا افتخار حسين وايي، چي د سرتاج خان د مرګ لپاره به درې ورځي ماتم کوي.

د عوامي نيشنل پارټۍ د پېښور مشر سرتاج خان تېره ورځ د پېښور په ګلبهار سيمه کي نامالومه وسلوالو ډزي وکړي چي لومړی ښاغلی سرتاج خان ژوبل او بيا ئې په روغتون کي ساه ورکړه.

د عوامي نيشنل پارټۍ ستر سکرټر ميا افتخار حسين دا يوه بده پېښه بللې ده او ويلي ئې دي چي د ښاغلي سرتاج خان وژنه يواځي د ګوند لپاره نه بلکي د ټولو پښتو لپاره ستره ضائعه ده.

عوامي ينشنل پارټۍ تر دامهاله خپل رسمي دريځ نه دی بيان کړی چي ايا دا يوه د ترهګرۍ پېښه ده که کومه شخصي بڼه لري، خو له دې وړاندي هم د پارټۍ  ګڼ کسان د پاکستاني استخباراتو لخوا وژل سوي دي.

ميا افتخار حسين وايي، هغه دګلبهار په سیمه کي یوې جنازې له روان وو چي نامعلومو وسله والو پرې ډزې کړي‌ دي.

دسرتاج خان نه وړاندې هم په مختلفو وختونو کي دعوامي نیشنل پارټۍ په سوونو غړي اؤ مشران په ترهګریزو بریدونو کي وژل سوي چي په هغې کي بشیر احمد بلور، دهغه زوئ هارون بلور، دمیا افتخار حسین زوئ راشد حسین اؤ داسې ګڼ نورشامل دي.

خپله د عوامي نشنل ګوند پر مشر اسفديار ولي خان او د مرکزي کمېټې پر کسرټر ميا افتخار حسين باندي هم ځانمرګي بريدونه سوي دي، خو نوموړي روغ ځني وتلي دي.

څېړونکي وايي، چي په قبائلي سيمو کي د ټاکنو او نورو ګڼو وجوهاتو له امله پاکستانی پوځ هڅه کوي چي د پښتنو مشران په نښه کړي او په سيمه کي د خپلي خوښي ظالمانه راج جاري وساتي.

دوې ورځي وړاندي پاکستاني پوليسو د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کي هم د ياد ګوند پر کمپايني مرکزونو چاپې ووهلي او د نشنل عوامي ګوند ګڼ کسان ئې د ځان سره بوتلل او د ګوند مرکزونه ئې ور وتړل.