کور / #PTM / منظور پښتين: د ملګرو حوصلې مو لوړي دي، له زندان څخه نه وېرېږو

منظور پښتين: د ملګرو حوصلې مو لوړي دي، له زندان څخه نه وېرېږو

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتين وايي، ” داسې خبرې روانې دي چي ګڼي پي ټي اېم  غلی سوی دی، خو دا به د ځينو کسانو يواځي يو ارمان پاتې سي، پي ټي اېم به په هيڅ صورت کمزوری نه سي“.

هغه وويل ”پي ټي اېم يو مزاحمتي تحريک دی او د امن او سولې دپاره به مزاحمت کوي، د جنګ، ظلم او زياتي پرضد به يې مزاحمت وي“.

نوموړي چي د خپلي فيسبوکپاڼي څخه په ژوندۍ بڼه  وينا اورول وويل، دا تحريک به کله په ډېر زور سره روان وي او کله به د يو حکمت په اساس لږ خاموشه کېږي هم، اوس موږ ته د رياستي قوانينو له مخي څه ناڅه پابندۍ لګول سوي دي.

ښاغلی پښتين وايي”د رياست لخوا اوس هم ورسره  ظلم روان دی “.

دا مهال د پي ټي اېم د دوه مخکښ مشرانو، شمالي او جنوبي وزيرستان څخه د قامي اسمبلۍ منتخب غړي محسن داوړ او علي وزير په ګډون څو کسان اوس هم په مختلفو مقدمو کي بنديان دي.

منظور پښتين وايي ”د ملګرو پرضد يې د دروغو مقدمې جوړېږي، پر علي وزیر او محسن داوړ د خړ کمر دروغجنه مقدمه وسوه او بيا يې پرې بله دغه ډول مقدمه جوړه کړه. هغه وويل د خړ کمر د پېښې د پلټنو غوښتنه يې وکړه خو رښتیا به په ډاګه کيږي ځکه دوي پرې غلي سو“.

نوموړي د پارلمان د مشر اسد قيصر هغه پرېکړه هم وغندل چي محسن داوړ او علي وزير ئې قامي اسمبلۍ ته نه راوغوښتل.

هغه وويل: ”دا کار يې د پوځي مرکز (جي اېچ کيو) په وېنا کړی دی او پروډکشن ارډر يې نه دی جاري کړی“.

پښتين وويل د ملګرو حوصلې يې لوړې دي د جېلونو نه ويريږي او خپله مبارزه دوامداره لري حوصلې يې نورې لوړې سوي دي.

هغه زياته کړه ”د خړ کمر پېښه به په زر کاله کي هېره نه کړي او دوي ته ویل کیږي چي په بهر ملکونو کي احتجاج کوي، هغه وويل چي دلته مو نه پرېږدي مجبور يو دلته چي احتجاج وکړو مقدمې راباندې کولی سي نو چي بهر يې نه کوو نو چرته يې وکړو، انصاف به هر ځای غواړو“.

ښاغلي پښتين وويل، چي د پښتنو لپاره ئې مبارزه پيل کړې ده او ترڅو چي ئې د هغوی لپاره حقوق نه وي ترلاسه کړي ارام به ونه کړي.