کور / راپور / په کابل کي د طالبانو بريد د ۹ ماشومانو په ګډون ۶۳ کسان ژوبل کړي دي

په کابل کي د طالبانو بريد د ۹ ماشومانو په ګډون ۶۳ کسان ژوبل کړي دي

نن سهار څه کم نهه بجې د کابل په پل محمود خان سيمه کي يو زوروره چاودنه وسوه، چي ورپسې د سپکو وسلو ږغونه هم واورېدل سول.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چي لومړی د موټر په وسيله بريد وسو او ور پسې نور بريدګر يوې شخصي ودانۍ ته وختل او له هغه ځا يه ئې ډزي پيل کړې.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، چي ودانۍ د افغان ځانګړو ځواکونو لخوا محاصره سوې ده او دمګړی يو بريدګر وژل سوی دی.

په پېښه کي د ماشومانو په ګډون د ګڼو ملکي وګړو د مرګژوبلي خبر ورکول سوی دی.

د عامي روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي دي، چي تر دا مهاله يو تن وژل سوی او د ۹ ماشومانو په ګډون ۶۵ کسان ژوبل سوي دي.

https://twitter.com/WahidullahMayar/status/1145573824265633797

ويل کېږي چي ژوبل ماشومان د ښوونځي زده کونکي دي.

د بريد پړه طالبانو منلې ده او ويلي ئې دي چي د دفاع وزارت اړوند د لوجستيک او انجيرنګ  برخي وې.

کابل ښار په دې وروستيو کي نسبتا ارام وو، خو د نن ورځي پېښي د کابل اوسېدونکي بيا اندېښمن کړي دي.