کور / ترخې خبري / نه، دا سمه نه ده 

نه، دا سمه نه ده 

دموسی کلا په سفر کې په دوهمه ورځ دعالم ګل بازار په شاوخوا ډرون درې بريدونه وکړل يو يې محبس وويشته بل يې سراچه وويشته او بل يې يو کور وويشت ،په ټولو طالبانو کې وېره خپره سوه په منډه منډه يې له دې ځايه انتقال کړو نږدې پنځه ساعته مو سفر وکړ تيزني بازار ته يې ورسولو هلته هم ټول طالبان له وېرې څو ساعته په يوه ځای کې نه سوای اوسېدلی، موږ طالبانو سره په خبرو کې تر ټولو فشار په دې کاوه او کوو يې، چي تاسو اجازه راکړئ چي ستاسو تر واک لاندې سيمو کې چي هر ځای بمبار چاپه او ياهم کومه بله عام وژنه کيږي، چي هلته ورسو او درد و بده ورځ يې تر ټولو افغانانو ور ورسوو خو دوی ونه منله او دوی يې نه مني ،طالبان که دبمبار او چاپې غچ د ښارونو په عامه ځايونو کې د خلکو په وژلو اخلي دا په هيڅ صورت نه ورسره منو دا جنايت دی دا افغان وژنه ده دا دسولې خرابول دي .
که موږ ته مو ازادانه اجازه راکړې وای ولې به هلته بمباری او چاپې وهل کېدې په وړاندې به يې کلک درېدلي وای او چي هلته بمباری او چاپې نه وای وهل سوې اوس به دلته د وينو رودونه ،دسرونو ريبل ،دمعصومو افغانانو ټوټه ټوټه کېدل ولې کېدل دا جبر نور بس کړئ دا عام وژنه نور ودروئ دپنجاب او واشنګټن خوشالول بس کړئ، دتهران او ماسکو زړه مه رايخوئ، دعربو او عجمو سخې مه را پخوئ لا مو څومره وژنئ لا مو څومره ربړوئ.
حکومته ! طالبه! خپل انتقام زموږ له دربدره ولس څخه ولې اخلئ زهر مو سه دا قدرت او دا اقتدار چي زموږ په وينو يې چلوئ.

د سولي ولسي حرکت
#PPM