کور / علمي / “طراحی چادری”؛ د پګړۍ او چادري له منځه وړلو یو بل فکر

“طراحی چادری”؛ د پګړۍ او چادري له منځه وړلو یو بل فکر

ليکنه: عبدالرقيب سائل 

“طراحې چادری” هېواد ته یوه نوې را انتقال شوې مفکوره ده چې په نړۍوالو اړیکو کې د ولسمشر غني ځانګړې سلاکارې فرخندې زهرا نادري له خوا پلې کېږي او اوس ورته عملاً کار هم پیل شوی. ددې مفکورې لومړی کار چې ګڼ غبرګونونو یې را پارولي هغه چادرې د پګړۍ پر وړاندې نوې سوژه ده، چې علني د یوې غونډې په ترڅ کې ددې موضوع په اړه خلکو ته نمایش وړاندې شو او دغه دواړه کلتوري نښې د جنګ او سولې لپاره تشبې شوې. یعنې نارینه یې تل پر میرمنو د ظلم او زور  زیاتې باندې تور کړي دي.

د نارینو پګړۍ او د میرمنو چادري د افغاني کلتور تر ټولو لویې او ښکاره نښې دي، چې په اړه یې اوس د زهرا نادري له خوا د خلکو پر وړاندې په یو ډول توهین سره علني د رد بحث کېږي او له دې لارې خلک هڅول کېږي، چې افغانان دغه ډول غیرت پرېږدي ترڅو د غربیانو د فرهنګي استثمار لاندې را شي.

په دې ټول پوهیږو چې زموږ د برم، عزت، ژوند، دین او په ټوله کې د کلتور د ختمولو لپاره له مودو ـ مودو راهیسې ډلې ـ ډلې خلک که هغه بهرنیان دي او یا داخلي ځینې مضرې کړۍ؛ په دې اړه بوخت دي او ډيرې مهمې پروژې یې په کار اچولي ترڅو خپلو موخو ته ورسیږي او موږ په یو نا یو ډول تر خپل تسلط لاندې راولي.

د زهرا نادري دا کارونه نوي نه دي، بلکې له دې وړاندې هم ځینو دې ته ورته او یا له دې په لوړه کچه ځینې کارونه پلان کړي خو متاسفانه چې د دوی دا ډول هڅې تر اوسه پورې ډيرې بریالۍ او ښې نه دي ترسره شوي.

د نوموړې سلاکارې له خوا د “طراحی چاری” نوی فعالیت پر یو بل نوي فکر پیل شوی. په دې اړه، اغلي نادري وايي، چې دا فعالیت یې د انسانو مېرمنو د هنري مبارزې او تبعیض پر وړاندې د جدي هڅو لپاره  کړی. په وینا یې، دا طراحې به لومړۍ د ښځو پر حقوقو او پر انسان کېدو به یې ډير تمرکز کوي. فکر کوي، چې د مېرمنو حجاب مذهبي او کلتوري ښکارندوي کوي مګر لباس هېڅکه د چا عزت، دروني او معنوي شرافت تضمین نه شي تضمینولی.

د زهرا نادري دا ډول خبرې مضرې په دې دي، چې غواړي په ډير جلا او خپلواکه توګه ښځو ته په اصطلاح د دوی د اصلیت او حیثیت مسئله ور وښيي؛ په داسې حال کې، چې افغانان ټولو مېرمنو ته هم له عقیدوي لحاظه او هم له کلتوري اړخه ډير پر احترام او مینه قایل دي. حتی تر دې پورې چې په اکثرو کورنیو کې د کورنۍ ټوله پانګه د کور پر مېرمنې ساتل کېږي یعنې دومره باور پرې شته، چې له کورنۍ واک سربیره د پیسو او نورو امکاناتو مالکیت هم ورکوي. غیر له دې، له ښځو سره د ژوند په چارو کې سلا مشوره د هغوی نظر اخیستل او په خوښه یې ځینې کړنې ترسره کول؛ دا هغه څه دي، چې د افغاني مېرمنو اصلیت څرګندولی شي.

ممکن ځینې ستونزې وي خو هغه مطلق په دې صدق نه کوي چې یو څوک یې په اړه دغسې توهین ډوله رقم مسئله را پورته کړي او نړۍ ته د خپلې عقیدې او فرهنګ سپکه وکړي. ځینې مسایل د نړۍ په ټولو ټولنو کې ډير مضر یا تاواني دي مګر په ټوله کې هغه په دې دلالت بیا نه کوي چې د کلتور نیمګړتیا یا په پشپړه توګه یو ټولنیز خنډ یاد شي.

په دې اړه، د ولس را پاڅېدل ځکه مهم دي، چې په همدغه ډول پروګرامونو زموږ ډیر کلتوري مسایل تر پښو لاندې شول او زموږ ژوند ډیر متضرر شو. که فکر وکړو، زموږ په “رسنیو” غرب منګولې خښې کړې او له دې پرته ډير نور مسایل هم شته چې لا د دوی په لاس کې نه دي خو غواړي چې ترلاسه یې  کړي او له هغې لارې مو هم د تل لپاره وځپي. نور نو تاسې ټول پوهیږئ، چې خپله عقیده او کلتور څنګه وساتو یا یې له دغه ډول خلکو وژغورو؟

کابل

۱۳۹۸ل، چنګاښ ۹مه