کور / راپور / قطر : د طالبانو سره په بين الافغاني ډيالوګ کي به حامد کرزی او د حکومت سياسي مخالفين ګډون نه کوي

قطر : د طالبانو سره په بين الافغاني ډيالوګ کي به حامد کرزی او د حکومت سياسي مخالفين ګډون نه کوي

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چي په قطر کي د طالبانو سره د بين الافغاني خبرو اترو په لړ کي به د افغان حکومت استازي ګډون کوي، خو دا ناسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات نه دي، او ګډون په انفرادي یا شخصي بڼه دی.

د ولسمشر اشرف غني ستر سلاکار محمود فضلي وايي، چي په دې ناسته کي به د طالبانو او افغان دولت استازي ګډون کوي، خو د حکومت او طالبانو په استازولی به نه وي، بلکي په شخصي بڼه به خبري اتري کوي.

ښاغلی فضلي وايي، چي په دې خبرو کي د پخواني ولسمشر حامد کرزي ترڅنګ د هغه مرستيالان او ولسمشريزو ټاکنو ته نوماندان به يو هم ګډون نه کوي.

له دې وړاندي د مسکو په کنفرانس کي د افغان دولت سياسي مخالفينو د طالبانو سره کتلي وه. هغه مهال افغان دولت وويل، چي هره هغه کتنه چي د افغان دولت استازيتوب پکي نه وي بې ګټي ده.

د جولای مياشتي پر اوومه او اتمه نېټه په قطر کي ددغه هيواد او جرمني په کوربه توب  يو بين الافغاني کنفرانس جوړېدونکی دی چی د افغان دولت له خوا به پکي شپېته کسان ګډون کوي.

د افغان  سولي لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، چي راتلونکې اونۍ به قطر او جرمنی د بين الافغاني خبرو اترو کوربانه وي.

نوموړي په خپل يو تازه ټويټ کي ويلي، چي  د جولای پر اوومه او اتمه به دا بين الافغاني کنفرانس د قطر په پلازمېنه دوحه کي پرانستل سي.

نوموړي هيله څرګنده کړې چي په دغه بين الافغاني ډيالوګ کي به پر څلورو مهمو برخو خبري وسي، چي د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل، د بهرنيانو پرضد د افغان خاوري نه کارېدل، د افغان دولت سره د مخامخ خبرو اترو لپاره کښېناستل او اوربند به ئې مهم موضوعات وي.

بل خوا افغان حکومت هم ويلي، چي د جګړې د پای ته رسېدلو يواځينۍ لار داده چي طالبانو د افغان دولت سره مخامخ خبرو ته کښېني.

خو طالبانو په وارو وارو ويلي دي چي دوی د افغان دولت سره خبرو ته نه کښېني.

د طالبانو د قطر د دفتر وياند سهيل شاهين په خپل تازه ټويټ کي ويلي دي، چي دوی د افغان دولت سره د حکومت په کچه خبري نه کوي.

د سولي په هکله خبري پر داسي مهال ګرمي سوي دی، چي پرون په کابل کي د طالبانو بريد د ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه ووژل او د ۹ ماشومانو په ګډون ئې ۶۲ تنه ملکي وګړي ژول کړل.

طالبانو د يادي پېښي مسؤوليت ومنی او وئې ويل، چي په دغه بريد کي ئې ګڼ افغان سرتېري وژلي دي.