کور / راپور / شهباز شريف: پوځ اوس په ښکاره ترهګرۍ ته وده ورکوي ترڅو خپل واک قائم وساتي

شهباز شريف: پوځ اوس په ښکاره ترهګرۍ ته وده ورکوي ترڅو خپل واک قائم وساتي

د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند وايي، چي د عمران خان په مشرۍ په پاکستان کي رياستي دهشتګردي روانه ده او پوځ هم غواړي چي حالات خراب کړي او په سيمه کي دهشتګردي وده وکړي.

د مسلم ليګ نواز ګوند مشر شهباز شريف دا څرګندوني د خپل يو ملګري رانا ثناء الله د نيول کېدو په غبرګون کي وکړې.

رانا ثناء الله چي د مسلم ليګ نواز ګوند يو مخکښ مشر دی دوې ورځي وړاندي پوليسو لاهور ته پر لار ونيوی او دنشه اي توکو د قاچاق په تور ئې زندان ته بوتی.

د نوموړي د نيول کېدو وروسته په پاکستان کي بېلابېل غبرګونونه راپارېدلي دي او دا پېښه د پاکستان د حاکم تحريک انصاف ګوند يوه دسيسه بلل کېږي.

رانا ثناء الله

شهباز شريف چي يوې خبري غونډي ته ئې وينا کول وويل، حکومت غواړي په دا ډول پېښو سره د بوديجې څخه د خلګو پام واړوي.

نوموړي زياته کړه، موږ له جېل څخه نه وېرېږو، که چيري موږ ټول بنديان هم سو بيا هم د هيواد پر روان سياسي حالت او د ترهګرۍ ودې ورکولو باندي سترګي نه سو پوټولای.

نوموړي وويل، چي د پاکستان په تاريخ کي  د عمران خان په څېر دومره درواغجن او دوکه باز مشر نه دی راغلی.

غونډي ته پخواني لومړي وزير شاهدخاقان عباسي هم وينا وکړه او وئې ويل چي اوس ټولو ته ښکاره ده چي رياست د پوځ په مرسته غواړي چي دهشتګردي ته وده ورکړي او د سيمي امنيت خراب کړي ترڅو د خپلي واکمنۍ رېښې ټينګي کړي.

پاکستان په نړيواله کچه هم د ترهګرو په ملاتړ تورن سوی هيواد دی او د پيسو د کنټرول نړيوالې ادارې  دمالي ملاتړ په تور په تور ليست کي شامل کړی دي.