کور / راپور / امريکا کي پر يوې پلورنځي بريد کي دوه تنه ژوبل سوي دي

امريکا کي پر يوې پلورنځي بريد کي دوه تنه ژوبل سوي دي

د امريکا په کلفورنيا ايالت کي پر يوې پلورنځي د بريد پر مهال دوه تنه ژوبل سوي  دي.

پېښه د کلفورنيا ايالت سين برونو نومي پلورنځي کي سوې ده، چي تر دامهاله د دوو تنو د ژوبل کېدو خبر ورکول سوی دی.

پوليسو سيمه محاصره کړې ده او خلګو ته ئې د پلورنځي څخه د ليرې کېدو هدايت کړی دی.

يو عيني شاهد وايي، چي د دوهم پوړ څخه ئې د اتو ډزو اوازونه  واورېدل او دوه ژوبل کسان ئې وليدل چي روغتون ته انتقال سول.

په امريکا کي د وسلو قانون لا هم جنجالي موضوع ده او کله کله د شخصي وسلو د ساتلو په نتيجه کي ګڼ کسان وژل سوي هم دي.

.