کور / راپور / ولسمشر غني کندهار ته د سفر په ترڅ کي هوايي ډګر د احمدشاه ابدالي په نوم ونوموی

ولسمشر غني کندهار ته د سفر په ترڅ کي هوايي ډګر د احمدشاه ابدالي په نوم ونوموی

ولسمشر اشرف غني نن سهار کندهار ولايت ته راورسېدی او دلته ئې د څو پروژو د پرانستي مراسم ترسره کړل.

ولسمشر غني لومړی د کندهار هوايي ډګر د ستر ټولواک احمدشاه ابدالي په نوم ونوموی .

وروسته نوموړی د کندهار له ښار څخه تر هوايي ډګر پوري غځېدلی سړک د ارواښاد لوی پاسوال عبدالرازق خان اڅکزي په نوم ونومول.

له دې وروسته به ولسمشر د کندهار د ۱۵ ميګاواټه لمريزي برېښنا پرانسته هم وکړي او ورپسې به همدلته ۳۰۰ بستريز روغتون پرانيزي.