کور / اقتصادي / کندهار کي د ۳۰ میګاواټه لمریزې تولیدي برښنا دوې پروژې پرانیستل سوي

کندهار کي د ۳۰ میګاواټه لمریزې تولیدي برښنا دوې پروژې پرانیستل سوي

ولسمشر اشرف غني کندهار ولایت کي د ۳۰ میګاواټه لمریزې تولیدي برښنا دوه پروژې، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کي د پټۍ په پرې کولو سره پرانیستې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارلي.

د عامه او خصوصي مشارکت له خوا د کندهار د ۳۰ میګاواټو په ظرفیت د لمریزې برښنا د یادو پروژو چارې د ۱۵ میګاواټه یې د زولرستان شرکت او د ۱۵ میګاواټه بله پروژه د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت له خوا ترسره سويدي.

د کندهار په دامان ولسوالۍ کي د ۱۵ میګاواټو په ظرفیت د لمریزې برښنا د یوې پروژې د جوړیدو چارې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د جنورۍ په ۱۵ د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت له خوا د تړون سره سم پیل سوې وي چي د روان کال د روژې د مبارکي میاشتي په لومړۍ ورځ د ټیسټ په شکل او نن عملاً د ولسمشر اشرف غني له خوا پرانیستل سوه.

 د چارو له بشپړیدو وروسته نن عملاٌ یاده پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل سوه او برښنا یې د کندهار د برښنا شبکي سره ونښلول سوه.

دغه راز د زولرستان شرکت  له خوا د ۱۵ میګاواټه لمریزې برښنا پروژې د جوړیدو چارې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د جون ۱۵ د تړون سره سم د کندهار په دامان ولسوالۍ کي پیل سوې وي، اوس ددې پروژې د ټیسټ او کمیشننګ چارې رواني دي او په راتلونکو څو ورځو کي به یې برښنا د کندهار د برښنا شبکه کي داخله شي هم عملاً پرانیستل سوه.

په پورته دواړو پروژو باندې په تولیزه توګه ۳۹ میلیون ډالره لګښت راغلی چي ۱۴ میلیونه یې په سب سایډي توګه د افغانستان حکومت او ۲۵ میلیونه یې د پورته ذکر سویو پانګوونکو شرکتونو له خوا د عامه او خصوصي مشارکت په توګه لګول سوې دي.

د یادولو وړ ده چي د تولیدي لمریزې برښنا، یادې دستګاوې د برښنا د ریزرف کومه سرچینه نه لري، یوازې د ورځې په لړ کي برښنا تولیدوي او د شپې له خوا به د برښنا تولید نه لري، چي صنعتي فابریکو، سوداګرویزو ځایونو او رهایشي کورنو ته به برښنا ورکوي.

دغه راز د کندهار له میوند ولسوالۍ څخه د لښکرګاه تر دوراهي پورې د ۳۱ کیلو مترو په اوږدوالي د برښنا غځول سوي مزي او د کندهار په ژړۍ او میوند ولسوالۍ کي دوه سب ستیشنونه چي د امریکا د متحده ایالاتونو د اردو د انجنیري ټیم په مالي مرسته جوړ سوې دي هم پرانیستل سول.

د یادو پروژو د پرانېستې په مراسمو کي د کابینې ځینو وزیرانو، د ملي سورا یو شمیر غړو او د کندهار ولایت د ولایتي سورا غړو، د افغانستان برښنا شرکت عملیاتي رئیس، سپین ږېرو او قومي مشرانو او د افغانستان برښنا شرکت یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.