کور / راپور / په کندهار کي په لومړي ځل ۳۵۰ بستريز روغتون ګټي اخيستني ته وسپارل سو

په کندهار کي په لومړي ځل ۳۵۰ بستريز روغتون ګټي اخيستني ته وسپارل سو

د چهارشنبې په ورځ د عامي روغتيا وزیر ډاکټر فيروزالدین فيروز یو شمېر وزیرانو، معينانو، د جمهور رئیس سلاکارانو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړو، په ټولنيزو چارو کي د ولایت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري، سکتوري رئیسانو، ملي سوداګرو او ګڼ شمېر نورو مشرانو د عينومېني ۳۵۰ بستریز روغتون د پټۍ په پرېکولو سره پرانیست او ګټي اخيستني ته يې وسپاری.

 ياد روغتون، چي په ۱۳۷ جریبه مځکه کي د۶۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت په څلور پوړيزه ودانۍ کي جوړ سوی درې کاله او اته میاشتي وخت يې نيولی او د دولت له انکشافي بودیجې څخه يې لګښت ورکول سوی دی.

 مسولينو تر پټۍ پرېکولو وروسته د یاد روغتون د تجهیزاتو او امکاناتو څخه ليدنه وکړه او پر مهال يې د عامي روغتيا وزیر ټولو کندهار میشتو ولسونو ته مبارکي ورکړه، چي د روغتيا په برخه کي د دا ډول سترو پرمختګونو څخه برخمن سوه.

 ښاغلي پېروز وويل، چي ياد روغتون په عصري او مجهز ډول جوړ سوی دی او دا مهال پکښي د جراحي عملياتو، داخله ناروغيو، کوچنيانو او نسايي او ولادي صحي خدمات موجود دي، چي د وخت په تېرېدو سره به پکښي د سرطان او نورو ناروغيو عملياتونه هم ترسره کېږي.

 د دې روغتون په پرانیستني سره به له یوې خوا میرویس حوزوي روغتون ته د ناروغانو مراجعين کم سي او له بل اړخه به د جنوب لوېديځي حوزې په سطحه ولس عصري روغتيايي خدماتو ته لاسرسی ومومي.