کور / راپور / کشمير کي چاودني پنځه پاکستاني سرتېري وژلي دي

کشمير کي چاودني پنځه پاکستاني سرتېري وژلي دي

د پاکستان تر ولکې لاندي کشمير کي يوې چاودني پنځه پاکستاني سرتېري وژلي دي او ګڼ شمېر نو ئې ژوبل کړي هم دي.

پېښه په کشمير کي  د سرحدي سيمي سره نژدې په چمپ سيکټر کي سوې ده.

د پېښي نوعيت تر دا مهاله مالوم نه دی، خو سمدستي پاکستان په دې بريد کي هندوستان تورن کړی دی او ويلي ئې دي چي دا کار ددوی لخوا سوی دی.

هند تر دې مهاله د پاکستان د تورونو په ځواب کي کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د فبروروۍ په مياشت کي د هندتر واک لاندي کشمير کي د يوه بريد پر مهال د هند ۴۰ تنه سرتېري ووژل سول، چي  د پېښي پړه پاکستان مېشتي ترهګري ډلي جيش محمد پر غاړه واخيسته.

له هغه وروسته هند د پاکستان پر خاوره بريد وکړ چي د جيش محمد ډلي ګڼ جنګيالي ئې ووژل.