کور / راپور / خيبرپښتونخوا: اباسين کي کښتۍ غرقه سوې، په لسګونو کسان ډوب سوي دي

خيبرپښتونخوا: اباسين کي کښتۍ غرقه سوې، په لسګونو کسان ډوب سوي دي

د خيبر پښتونخوا په شانګله کي يوه کښتۍ په اباسين سيند کي ډوبه سوې چي په لسګونو کسان پکي ورک دي.

د راپورونو له مخي دغه کشتۍ له بهیړ کوماچ نصرتخېلو سیمې څخه هري پور ته روانه وه او په لار کي چپه سوې ده.

په دغه کښتۍ کي زيات کسان سپاره وه، چي د ۹ څخه تر ۱۴ کسانو پوري ځانونه په لامبو ژغورلي دي، خو د نورو کسانو لټون روان دی.

تراوسه مالومه نه ده چي په دغه کښتۍ کي څومره کسان سپاره وه، خو په عمومي توګه په دا ډول کښتيانو کي له ۳۰ څخه تر ۴۰ پوري کسان سپرېږي.

د سیمې یو اوسېدونکی عبادالله خان یوسفزي وايي، د شانګلې او هریپور ترمنځ په تلونکیو بېړیو کي په هره یوه کي یې له څلوېشتو تر شپېتو کسان سواره وي خو اوس دا نه ده مالومه جي په دغه چپه سوې کشتۍ کي ټول څومره کسان سپاره ول. دی وايي د څار هېڅ داسې سیسټم نشته جي په یوه کشتۍ کي څومره کسان پکار ده چي سفر وکړي.