کور / د ماشومانو نړۍ / په خيبر پښتونخوا، کندهار او اروزګان کي د پوليو نوي پېښي ثبت سوي دي

په خيبر پښتونخوا، کندهار او اروزګان کي د پوليو نوي پېښي ثبت سوي دي

د روغتيا نړيواله اداره وايي، چي په دې وروستيو کي د خيبر پښتونخوا، کندهار او اروزګان په ځينو سيمو کي د ګوزن يا فلج مثبتي پېښي ثبت سوي دی.

دغه اداره وايي چی په دې وروستيو کي په خيبر پښتونخوا کي پنځه ماشومان ګوزن وهلي او همداراز په کندهار او اروزګان کي د پوليو مثبتي پېښي ثبت سوي دي.

د پوليو پرضد نړيواله اداره وايي، چي د مور او پلار نه پاملرنه ماشومان د پوليو په خطرناکه ناروغي اخته کولای سي.

همداراز نا امني او په ځينو سيمو کي د واکسين پر وړاندي د طالب وسلوالو ممانعت  ددې لامل سوی چي ډېری ماشومان د پوليو ضد واکسين څخه بې برخي سي.

دا مهال په ټوله نړۍ کي يواځي په افغانستان ، پاکستان او نايجريا کي د پوليو د پېښو خطر سته.