زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفارخان ژوندليک- ۵۳ برخه
Aziz Rahman Hazim
۵۳
کله چي په افغانستان کي د امان الله خان پر ضد د بچه سقاو له خوا بغاوت وسو، نو پښتانه سخت خواشینی سول. امان الله خان یوازنی هغه پاچا وو چي د پښتنو پر نر و ښځو له زړه ګران وو. ده هم په ټول وس او پوره رښتینولۍ د دغه قوم طرقي غوښته. موږ له خپلو افغاني وروڼو او خویندو سره د مرستي لپاره کلي په کلي وګرځېدو او پیسې و دارو درمل مو راغونډ کړل. غوښتل مو چي افغانستان ته یې ورسوو، خو انګرېزانو په هیڅ وجه دا اجازه نه راکوله. ما خپله ډېره هڅه وکړه چي کندهار ته ولاړ سم. په ښکاره به پرنګیانو ویل چي ولاړ سه، خو په پټه به یې کوټي ته له تلو څخه راګرځولم.
یو مهال خبر راورسېد چي نادر خان له خپلو وروڼو سره یوځای له فرانسې څخه راروان سوی او پېښور ته رارسېدلی دی. زه او ډاکټر صاحب یې لیدلو ته ورغلو. دی او هاشم خان مي مخکي له مخکي پېژندل. خلکو ډېر ورته وویل چي کندهار ته ولاړ سه ان امان الله خان هم څو ځله هلته وغوښت، خو دی ورنغی. زه چي ورغلم دی یوازي په خونه کي ناست وو. د افغانستان پر راتلونکي مو خبري سره شروع کړې. راته ویې ویل: زه چي هر څه کوم د امان الله خان لپاره یې کوم. ما ورته وویل دلته اوازه ده چي ته اصلن د حبیب الله خان زوی او ستا خوریی پر واک کښېنول غواړې. ده راته وویل چي دا دی ته به ژوندی یې او وبه وینې چي نه به زه پاچا سم او نه زما خوریی. که مي داسي ونکړل نو راسه مخ مي راتور کړه.
دا یې هم راته وویل چي زه ټل ته روان یم، ته هم ضرور سبا راپسي راسه هلته به سره ووینو. زه چي په دا سبا ټل ته ورغلم دی روان سوی وو. ما یوه کس ته د نادر خان لپاره لیک ورکړ او پکښي ومي لیکل: خپله لومړۍ وعده خو دي دا ده ماته کړه، خدای خبر چي د دویمي به دي څه حال وي.
# زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۵۴
یوه ورځ خبر سوم چي امان الله خان د جګړې خیال پرې ایښی او کوټي ته راغلی دی. نهایت زیات خپه او غمجن سوم. د قاضي عطاالله خان ځای ته ولاړم او هلته پر کټ ړنګ-بنګ ولوېدم. څو ورځي وروسته بیا خبر راغی چي امان الله خان بمبیي ته رسېدلی دی. ډاکټر صاحب او نورو ملګرو مجبور کړم چي لیدو ته یې ورسم او د افغانستان په باب مجلس ورسره وکړه. دوی دا هم راته وویل چي پوښتنه ځني وکړه چي موږ خپله احتمالي مرسته چا ته وسپارو او په عین حال کي یې د نادر خان او هغه د وروڼو په هکله هم نظر مالوم کړه. عبدالهادي خان داوي هم په بمبيي کي وو. د ده په وسیله مي له امان الله خان سره ولیدل. بانډار مو په پښتو وو. په خبرو-خبرو کي مي د بېرته ستنېدو ورته وویل، مګر دی له افغانستان څخه سخت نهیلی سوی وو او د بېرته تګ خیال یې اصلن درلود نه. په تېره له پښتنو څخه بیا بېخي خواتوری ښکارېد. د مرستي په اړه یې راته وویل چي نادر خان ته یې ور ورسوئ. بانډار مو په ډېره بېخوندۍ او خپګان پای ته ورسېد.
د کابل د فتحي اوازه چي راغله، نو پښتانه لکه اختر سوی چي وي، داسي خوشحاله سول. خو چي خبر سوو نادر خان ځان پاچا اعلان کړی دی، ټولي خوښۍ مو اوبو یووړې. پر خپله ډېره مهمه او حیاتي ژمنه یې وفا نه وه کړې. د نوموړي دغه کار زموږ پر خلکو ډېر بد اغېز وکړ. له بده مرغه چي هیڅ مو له وسه نه کېدل. له عبدالهادي خان داوي سره مي ولیدل. کابل ته روان وو. چي سترګي یې راباندي ونښتي راته موسکی سو او ویې ویل: ناځوانه ټولي وعدې تر پښو لاندې کړې، ان له خپلو نژدې ملګرو سره یې هم وفا ونکړه.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان