کور / علمي / زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفارخان ژوندليک- ۵۵ برخه

زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفارخان ژوندليک- ۵۵ برخه

غورچاڼ: عبدالجبار فراز

۵۵
په ۱۹۲۹م کي په لاهور کي د کانګریس ګوند یوه لویه غونډه جوړه سوه. که څه هم زه یې غړی نه وم بیا مي هم ګډون پکښي وکړ. ډېر غټ شمېر ښځو هم برخه پکښې اخیستې وه. پښتانه ډېر ځني اغېزمن سول. ما به هر چا ته همدا ویل چي وګورئ له هندوانو یې زده کړئ د هغوی نر و ښځي راویښ سوي دي او د خپل قوم د ازادولو هڅي کوي. پښتانه په تېره له ښځو څخه ډېر متاثر کېږي. له همدې جلسې څخه په الهام مو په اتمانزو کي یوه لویه غونډه وکړه. هلته مي حاضرینو ته همدا پورتنۍ خبري بیا تکرار کړې او دا مي هم پر اضافه کړه چي هندوان د خپلي خاوري ازادول غواړي. انګرېزان بیا نیت لري چي دوی غلامان کړي. اوس نو تاسي څه غواړئ؟ ایا د دغو دوو د پرېکړو پایلو ته منتظر پاتېږئ او که خپله هم یو څه کوئ؟ زما دې خبرو پر خلکو اغېز وکړ. د غونډي تر پای ته رسېدو وروسته محمد اکبر خان، سرفراز خان او حجاب ګل راته ټککه سول چي حتمن به یو حرکت راپیلوو. ما ورته وویل چي تاسي ځوانان او جذباتیان یاست، دا لار ډېر تکالیف او ستونزي لري تاسي یې نسئ زغملای. ورسئ ښه سوچ پر وکړئ. هسي زما خبرو متاثر کړي یاست وروسته مو ویني سړیږي. دوی په دا سبا بیا راغلل. ما بیا ورته وویل چي سوچ پر وکړئ. په دا بله ورځ بیا راغلل. اخیر ما هم ورسره هوکې کړه او پر جوړښت مو يې بحث شروع کړ. د نوم رنګارنګ تجویزونه وسول یو مو هم خوښ نسو. اخیر مي یوه شپه یودم د خدايي خدمتګار نوم سر ته راغی. په سبا مي دوی ته ووایه، خوښ یې سو او امین مو پر وکړ.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۵۶
د عدم تشدد په اړه خلک عجیب-عجیب خیالات لري او رنګارنګ پروپاګند پسي کيږي. اکثره خلک یې ناسم ارزوي او د غلطفهمۍ ښکار دي. ځیني وايي که څوک دي د مخ پر یوه خوا په چپلاخه ووهې، نو ته دا بله ورته ونیسه، ځیني وايي چي ته ورته پرېوزه او دوی پرېږده چي درباندي خېژي. ځیني بیا وايي چي دوی دي تا وهي او ته هیڅ مه ورته وایه بس غلی پروت اوسه. ځیني بیا وايي چي پښتانه غیرتي قوم دی غفار خان یې بزدله کوي. عدم تشدد کټمټ د تشدد په شان یو طاقت دی او د هغه غوندي پوځ لري. فرق یې دا دی چي د عدم تشدد وسله تبلیغ او د تشدد دا توپک دی. لومړی په خلکو کي مینه او دویم کرکه، کینه او بزدلي پیدا کوي. ځیني وايي چي د خپلي دفاع لپاره باید سړی تشدد وکړي، خو دې ته یې پام نه دی چي که تشدد دي وکړ نو د عدم تشدد لار دي پرېښوده، په داسي حال کي چي په عدم تشدد کي هم دفاع سته. د عدم تشدد لویه خوبي دا ده چي ماته پکښي نسته، لیکن له تشدد سره ماته تړلې ده. عدم تشدد هم د تشدد غوندي یو نظام دی. عدم تشدد پالل اسان، خو تشدد پالل ډېر ګران دي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۵۷
د خدايي خدمتګارانو جامې لومړی سپيني وې چي ډېري ژر به خیرنېدې او بدي به ښکارېدې. موږ به کلي په کلي ګرځېدو، په ډول و سرنا به مو خلک غونډو ته رابلل او خپله تګلار به مو ورته بیانوله. زه او یو څو ملګري به پلي له یوه کلي بل ته تلو. صاحبزاده صاحب به پر بایسکل تر موږ مخکي یوه کلي ته ځان ورساوه، هلته به یې خلک له غونډي څخه خبر او یو ځای سره راغونډ کړل موږ چي به ور رسېدو نو هر څه به اماده ول او سیده به مو خپل تبلیغ ورته پیل کړ. دا چي روژه وه نو د خوراک او څښاک وخت هم راسپمېدلی وو اوهر څه مو ژر-ژر کولای سوای. له دې تحریک سره د خلکو د یو ځای کېدو لړۍ چي مي ولیده حیران-دریان سوم. پښتانه مي داسي نه بلل چي په دومره لوی شمېر کي دي په چا پسې سي او خپل اواز دي ورسره غبرګ کړي. له سپین لباس څخه شکایتونه زیات سول. مجبورن مو سور رنګ انتخاب کړ. په دې کي به ځوانان هم ښکلي ښکارېدل او هم به ژر نه خیرنېدی. ډېر ښه رنګ وو. انګرېزان زموږ دغو خوځښتونو وډارول، تخریب یې راپسي شروع کړ. مثلن ویل به یې چي دوی دا سور لباس له کمونیستانو او بورژوا څخه په اغېزمنتیا خوښ کړی دی په داسي حال کي چي موږ تر دې دمه په دغو شیانو اصلن پوهېدو نه. له نېکه مرغه د هغوی دا پروپاګند پر خلکو هیڅ تاثیر نه درلود.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان