زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفارخان ژوندليک – ۵۸ برخه

Aziz Rahman Hazim | جولای 4th, 2019


۵۸
په ۱۹۳۰م کي د مرغز اوسېدونکي راپسي راغلل او راته ویې ویل چي هلته یې ډېر کار کړی دی. زما څخه یې وغوښتل چي باید ورسم او خلکو ته وینا وکړم. موږ هم ورسره ومنله. غونډه ډېره لویه وه. ملګرو ډېري ښې ویناوي وکړې. زه د جلسې رییس وم. په پای کي مي نوبت راورسېد. ما حاضرینو ته وویل چي ټولي خبري ملګرو درته وکړې، زه وینا نه درته کوم صرف یو وړانديز درته لرم او هغه دا دی: د پښتنو پر اوږو هسي هم د دودونو و رواجونو ډېر درانه-درانه پېټي پراته دي. موږ باید د هغو د سپکولو کوښښ وکړو که يې سپک نکړای سو نو نور خو باید بېخي پر وراضافه نکړو. زما ستاسي څخه دا هیله ده چي په هر ځای کي چي زموږ غونډه وي د هغې ګډونوال به د چا کره نه چای څښي، نه به ډوډۍ خوري، نه به د کوم چا مېلمه کېږي او نه به هم د چا کره شپه کوي. د غونډي تر ختمېدو وروسته به سملاسي ټول خپلو-خپلو کورونو ته ستنیږي. که ناوخته وي او خپل کلي ته رسېدای نسي، نو به پر یوه کلي باندي ډېر کسان نه ورځي او هر کلي ته چي ورځي هلته به هر هغه څه چي تیار وي هغه به خوري. په کوربه کلي کي چي هر څومره خدايي خدمتګاران وي هغوی به ټول له کورونو څخه هر څه چي تیار لري هغه به لږ-لږ ورته راباسي. که د چایو وخت وي، نو به تر دوو پیالو زیات چای نه څښي. دا وړاندیز په غټ اکثریت ومنل سو. د مرغز مشران راته راغلل او راته ویې ویل چي ډوډۍ به زموږ سره خورې موږ ډېر لګښت هم نه درته کوو. ما ورته وویل چي تاسي به په اتفاق یاست او تکلیف به نه کوئ، مګر که موږ درسره ولاړ سو نور کلي بیا ستاسي سره سیالي کوي او هغوی بیا مصارف هم ډېر کوي. تاسي ته پښتانه درمالوم دي چي په دغسي بېځایه سیالیو کي حتمن برخه اخلي. له دې څخه به په یو څو ورځو کي یو بل ناوړه دود جوړ سي. قانع مي کړل. تر جلسې وروسته مي ماماګان راته راغلل او د مېلمستیا بلنه یې راکړه. ما ورته وویل چي سوې پرېکړه باید تاسي هم عملي کړئ. رخصت مي ترې واخیست شپه مي بام خېلو ته د باچا صاحب ځای ته ورسوله.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۵۹
وړې-وړې غونډي خو مو زیاتي کړي وې، اوس نو د یوې ډېري پراخي او لویي جلسې وار وو. ملګرو ته مي وویل چي خلک باید وهڅوو او یوه لویه ناسته راوبولو چي پیغام مو همګاني سي. سره متفق سوو او په اتمانزو کي مو پر دغسي یوه جلسه جوړولو توافق وکړ. حکومت چي له دې پلانه خبر سو، نو پایڅې یې رېږد واخیستې(وبېرېد). خپل ټول توان یې په کار واچاوه. له عوامو واخله تر خانانو یې ټول په رنګارنګ لارو وبېرول، خو هیڅ فایده یې ورته ونکړه. ان د ځینو لارو پلونه یې هم ونړول. بیا هم خلکو ځانونه راورسول. په زرګونو نر و ښځو برخه پکښي واخیسته. دا ۱۹۳۰م کال وو. د همدې کال د اپریل پر ۲۳مه انګرېزانو ونیولم. ان هغه کسان یې هم ګرفتار کړل چي په غونډه کي به یې یوازي د خاموش خاموش نارې وهلې. زموږ د نیولو د خبر له خپرېدو سره سم زرګونه پښتانه راټول سول. نژدې وو چي قهرېدلو لاریونوالو زموږ د ساتونکو مشر قلي خان ووژني. د خدای فضل وسو چي مشر ورور مي ډاکټر خانصاحب راورسېد او سره کرار یې کړل کنه کیسه تر تشدد هم وراوښته. لومړی یې مردان محبس او له هغه ځایه یې رسالپور چاوڼۍ ته بوتلو او همالته یې قید کړو. محکمه مو ډېره چټکه او یکطرفه وه. د سترګو په رپ کي یې د درې کلن بند سزا راکړه. په دا سبا یې ګجرات زندان ته بوتلو او همالته یې کوټو ته واچولو. هلته نور سیاسي بندیان هم ول. شمېر مو ورځ په ورځ لا پسي زیاتېدی.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۶۰

Copyright Larawbar 2007-2024