کور / راپور / افغانستان په زده کړه کي د نوښت سيالي کي لومړی مقام ترلاسه کړ

افغانستان په زده کړه کي د نوښت سيالي کي لومړی مقام ترلاسه کړ

د زده کړو په برخه کي د نوښت په نوم سياليو کي چي د نړۍ ۶۴ هيوادونو برخه اخيستې وه افغانستان پکي لومړۍ مقام ترلاسه کړ.

دغه سياليو ته د افغانستان په استازيتوب د ښوونځی يو اپلکېشن وړاندي سوی وو.

د دغه اپلیکیشن جوړوونکی سیف الدین سپهر وايي: “په دغو سیالیو کي د نړۍ ۶۴ هیوادونو څخه ګډونوالو ددغو سیالیو په څلورو برخو کي برخه اخیستې وه چي د زده کړي لپاره د ټکنالوژۍ برخه کي افغانستان وکولی سول لومړی مقام خپل کړي.”

په دغه اپلکېشن کي د پښتو او دري ژبي درسي کتابونه ځای پرځای سوي دي، همداراز د اپلکېشن له لاري ګډونوال کولای سي چي خپلي پوښتني مطرح کړي او همداراز د همدې لاري سيالي وکړي.

دغه اپلکېشن په انډرويډ او IOS  سيسټم کي کارېدلای سي او پر افلاين برخه ئې هم کار روان دی.