کور / راپور / کابل کي يو ځانمرګی هدف ته له رسېدلو وړاندي نيول سوی دی

کابل کي يو ځانمرګی هدف ته له رسېدلو وړاندي نيول سوی دی

د کورنيو چارو وزارت وايي، تېره شپه په کابل کي يو ځانمرګى بريدکوونکى هدف ته تر رسېدو مخکي ونيول سو.

د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي په ټويټر کي ليکلي چي دغه حمله کوونکي غوښتل په کابل کي زنبق څلورلارې ته نږدې د معترضو وکيلانو خيمه په نښه کړي.

ښاغلي رحيمي ليکلي، دغه مشکوک حمله کوونکى په ټپي حالت کي نيول سوى دى.

د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو ځينې بې نتيجې اعلان سويو کانديدانو له څو اوونيو راهيسې د تحصن خېمې درولي او وايي، په حق کي يې بې عدالتي سوې ده.