کور / سياسي / بیا دې د پنجابک لاس خلاص وي! 

بیا دې د پنجابک لاس خلاص وي! 

ليکنه: د.ص.سعیدی

دې کې شک او تردید نه شته چې پنجاب په طالب او طالب په پنجاب  تکیه لري،  دې کې شک نه شته او مستند فلم وجود لري چې د ای اس ای پنجابی جنرالان په یوه  مخصوصه طیاره کې دوبی او قطر ته سفرونه کوي او دې کې شک نه شته چې د ملا هیبت الله ‌‌‌‌‌‌ډله، کورنۍ او بچیان یې د پاکستان په ښارو او د ای اس ای تر حمایت لاندې اوسي، دې کې شک نه شته چې یو شمېر طالب ملي مشران د ای اس ای لخوا شهیدان او نور  یې تعذیب شوي دي او یو شمېر نور یېبیا د پنجاب مجبور او یا معذور عملاً نوکر پاتې شوي … خو خبره بل ځای کې  خرابه ده او هغه داچې ددوی د جنایاتو او فتوی مستندات د بی کفایتو افغان  او د امریکې په لاس دیسانت شوو حاکمیتو او د سری ګردنې د غلو د انحصاري اوږده حاکمیت او موجوده اتلس کلنو کدري، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو  بې عدالتیو له وجهې شرارت له کبله قوت اخیستلای او قوت لري.

جرم او جنایت په انساني ټولنه كې کومه نوې خبر نه ده. مشکل هغه وخت ستر او د تأسف وړ خطرناکه حالت شي چې جرم او جنایت وکړي، کوچنیان او سپينګیري بې ګنان انسانان په عام او ښکاره ‌‌‌‌‌‌ډول قتل عام کړي او اندکترین شرم او خجالت نه باسي او د هغه جنایت نه بیا په پوره سپین سترګۍ او وقاحت او حتی د اسلام په جامه کې دفاع او ورته اسلامي بڼه ورکوي. دا حرام حرام او حرام کار دی.

نور مال انسان خو څه چې نورمال جنایت کار به ددې کوچنیانو په بېرحمانه، ضد انساني او ضد اسلامي شهادت له خلکو پټېدای او د عامه انظارو تښتېدای چې دا یې څه وکړل؟ خو دوی هېڅ شرم او عزت نه لري او په جنایت  عملاً افتخار کوي. داچې غواړم او نه غواړم خو عملاً انفجار ورکوې او هلته کوچنیان نو غوښتل څنګه وي. همدا غوښتل دي چې ددې انفجارولو په پایله کې یې ګناه انسان او مسلمان وژنې!‌‌‌‌‌‌

ډېر ځلي په لومو کې ښکېل مظلوم، مجبور ملت ددې عواملو له کبله هم ښکېل پاتې دی.

د افغانستان بله اصلی بدبختي د فکستان پنجابی اداره او د هغو نړېوال متحدین دي.

منم چې جناب محمد اشرف غني هم ددې مجبوریتو محدودیتونه لري.

د افغانستان داخل کې د امریکې  په کلک ملا تړ د اغزن پاکستاني سرحد جوړول زما او د زرهاو  نورو افغانانو د دغه حاکمیت سره د فاصلې او یا اقلاً د سخت تشویش لاملونه دی.

سلیم عقل او عادل انسان د هی سیاسي ‌‌‌‌‌‌ډلې د حذف  نیت نه شي منلای خو هر څوک باید د خپلې نسخې او حتی امارت اسلامي  د تبیق مشروعیت له  ملته تر لاسه کړي او قانون حاکمیت ومني.

مونږ د قانو دیکتاتوري غواړو!

نو زما او د ارګ او د ملا او د ارګ , د ملت او د ارګ دلېرې والې او فاصلې لاملونه په عیني ‌‌‌‌‌‌ډول و څېړئ او لېرې یې کړې بیا دې د پنجاب  او سهیل شاهین دواړو لاس خلاص وي!

دوی به که خپل ځای او د قواعدو مراعات ونه کړي، په یقین به ان شاء الله تعالی د تأریخ تورمخي شي.

د بې ګناه  انسانانو او ماشومانو قاتل به څه وي او زور به یې څه وي؟

نو اصل مشکل حلول په کار دي او دا ممکنه ده!

د.ص.سعیدی

4/7/2019