پوليسو په بنو کي د پي ټي ايم مخکښ حنيف پښتين د دريو ملګرو سره ګرفتار کړی دی

Aziz Rahman Hazim | جولای 5th, 2019


پاکستاني ځواکونو په بنو کي د پي ټي ايم يو مخکښ حنيف پښتين د خپلو درو ملګرو سره نيولی دی.

د جولای پر څلورمه نېټه سهار ۴ بجې پوليسو د حنيف پښتين پر کور چاپه ووهل او هغه ئې د خپلو دريو ملګرو سره يو ځای ونيوی.

د پيښي پر مهال پوليسو ډزي هم کړي دي او په خلګو کي ئې وېره خپره کړې ده.

پوليس وايي، چي پر هغه باندي د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه دي، خو د پي ټي ايم مشر منظور پښتين وايي، چي پر حنيف پښتين هيڅ تور نسته او هغه يواځي او يواځي د پي ټي ايم د ملاتړ په تور نيول سوی دی.

منظور پښتین وايي، د بنو انتظامیې په روژه کي حنیف پښتین ته یو لیک ورکړی وو چي پکي یې ورته ویلي ول چي ژوند ته یې “شدید ګواښ” ورپېښ دی نو ځکه دې د خپلې ساتنې بندوبست وکړي.

ده دا هم وویل چي د بنو په ټاون شېپ سیمه کي اکثر “هدفي وژنې کيږي” او د یوه عیني شاهد په حواله یې وویل چي ځیني پټ مخي کسان په کور ورواوښتل او بیا د ډزو اوزاونه واورېدل سول.

ده وویل، شپې مهال پر کورونو چاپې وهل ناسم کار دی او له ریاسته یې غوښتنه وکړه چي دا عمل دې ودروي:

“اکثر د شپې پر مهال زموږ پر ملګرو په ساده جامو کي پټ مخي خلک چاپې وهي. موږ پرتشدده خلک نه یو، د ترهګرۍ ضد یو او د درواغو له مقدمو نه وېرېږو. موږ له ریاسته غواړو چي دا چاپې ودروي، یو کس وټاکي او موږ ته دې ووايي چي د پښتون ژغورنې غورځنګ پلانکی کس مو په کار دی، زه به یې خپله ور حواله کړم.”

پاکستانی رياست د وزيرستان د خړ کمر له پېښي وروسته د پي ټي ايم پر غونډو بنديز لګولی دی او د پښتون ژغورني غورځنګ ملاتړي نيسي او پرته له کوم ثبوت څخه ئې په زندانونو کي ساتي.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه په خړ کمر کي پوځ د پي ټي ايم پر ملاتړو ډزي وکړې ، ۱۶ کسان ئې شهيدان کړل  او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

د يادي پېښي په غبرګون کی په لراوبر کي پښتنو احتجاجونه پيل کړل.

رياست د يادو لاريونونو د بندولو او د پي ټي ايم د فعاليتونو د کمزوره کولو لپاره د ياد غورځنګ غړي نيسي.

Copyright Larawbar 2007-2024