کور / راپور / فارياب کي د خلګو پر ګڼه ګوڼي د هاوان بريدونو ۴۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې ده

فارياب کي د خلګو پر ګڼه ګوڼي د هاوان بريدونو ۴۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې ده

د فارياب ولایتي چارواکي وايي، چي ددغه ولايت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کي د خلګو پر يوې ګڼي ګوڼي د هاوان د مرميو فيرونه سوي چي ۴۰ کسانو ته ئې مرګژوبله اړولې ده.

د  فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش وايي، توغندي هغه وخت لګیدلي چي خلک د جمعه بازار لپاره ولسوالۍ مرکز ته ورټول سوي وه.

پېښه سهار اووه بجې مهال رامنځ ته سوې ده.

 په پېښه کي د ۴ کسانو وژنه او د ۳۶ نورو ټپي کېدل تاييد سوي دي.

تراوسه مالومه نه ده چي دا هوانونه چا توغولي دي.