لنډه کیسه
Aziz Rahman Hazim
لیکوال : ماهر احسانزی
سرته يې ولاړو همکارانو سرونه څنډل ، پرمخونو يې له روانو اوښکو هم لاره ورکه وه .
د سر په څنډلو سره به غونډاری شوې، ټپ شو پرځمکه به را پریوتې .
فاطمې ته د همکارانو په ګڼه ګوڼه کې شعیب ډېر نه ښکاریده . خبرې یې هم ورته ډېرې نشوي اوریدلی .
زړه يې نه کیده چې شعیب ته نږدې راشي . په زړه کې به شل او زر خبرې ورته راتاوې شوې .
کله به يې ویل ، ښه شوه چې له غمه يې خلاص شو . نور به مو له خیره ددې له خبرو ، لانجو غوږونه په کرار شي .
نه به يې په ناسته کې د چا کار وي او نه هم په لباس او خوراک کې .
ته وګوره ، ځانته روشنفکر هم وايې ، ځان په لوستو ځوانانو کې هم په چا نه ورکوي او بیا يې خبرې دادي ، چې نه دې مونږ حیا لرو ، نه د هېواد تاریخ ته ژمن یو او نه هم د اسلامي ارزښتونو لپاره ورکړل شوې قربانۍ راته مهمې دي .
ته وايې دا د اسلام ټیکدار دی ، دا دې نوکان غټ دي ، نن دې ورباندې زنګ کړی دی .
ته وګوره خلک به دومره نری لباس اغوندې ، چې بدن دې ټول په کې ښکاري .
ته لا بیا ځانته مسلمانه هم وايې ؟
تاته به دې هم مور او پلار خوشاله وي ، چې مونږ تعلیم یافته لور لرو .
اوردې پورې شي په دغسې تعلیم یافته لورګانو ؟
فاطمي نور کرل اوریبل هم کول ، چې د همکارانو ورکتو يې حیرانه کړه .
سر يې رامړاوی کړ.
پوزه يې کش کړه .
د چپ لاس په ورغوي يې سترګه وموښله .
خو تر پخوا ډېره دقیقه شوه ، چې څه وشول؟
ولې ټولو همکارانو ددې په لور وکتل ؟
د شعیب ټيت غږ يې اوریده .
زه اوس هم هماغه شعیب یم .
نه مې دین بدل شوی اونه مې ورسره کومه بله اړیکه پیدا شوې .
والکه يې دې ننني راتګ هم خوند راکړی وي .
تاسو وګورئ ، پښتنه او د مسلمان لور به په داسې جامو کې راځي ؟
دومره تنګي جامې يې اغوستې ، چې د وجود یو یو غړی يې بیل بیل تشریح کیدای شي .
دومره لوی ټټر يې اوغوستي ، چې ان سینې يې په کې له دې ځایه ښکاري ،نه بیا لوپټه نه بل څه شی ؟
که عیاشۍ ته دې زړه نه وي نو ولې دې لباس کې راځي .
فاطمي ځان ناپامه نیولی و ، چې زه خو هیڅ نه اورم .
وینې يې ورته جوشیدې ،چې ته لا د کومې زمانې بوټی خدای زمونږ سرته پاتې کړی يې ؟
غلبیل غلبیل ځان ته دې پام نه دی خو زما ټټر او سینو ته دې بیا وخته پام شوی دی ؟
ښیراوې يې تر خولې را ورسیدې خو ځانته په کنځلو شوه :
که زه په حقه یم او که هغه ، په دې خبره مو په دفتر کې دا دوه کاله یو بل سم ونه لیدل . نه مو د یوبل کورنۍ وپيژنده ، په دې خبره دې تندر را پریوځي .
شعیب زما په خاطر نن سوری بدن په ستونزو ، ویش او وۍ کې اخته دی .
ښا !
که همدا شعیب نه وای ، زه به نن دلته وم ؟
ما به بیا چرته د ژوند د خوړو څکه کړی وای ؟
زه څومره احمقه یم ، هغه راسره څه وکړل او زه يې اوس هم وینو ته تږې یم .
ده خو کولی شو ، چې ځان يې ویستلی وای !
نارینه هم دی ، هر خوا هم تلی شو او له هر ځایه يې ځان هم غورځولی شو.
مونږ خو همدلته په دفتر کې چلیږو ، نه د منډو یو ، نه د ویرې اونه د جنګ .
د شعیب سرته ولاړ مدیر رفیع يې په تندې لاس کیښود .
ولاړ و همکارانو ته يې وکتل، په خندا يې وویل :
ښا ما ویل که تار مو اچولی دی او مونږ ته به ګپ راکوئ ، چې په سترګو ژاړي په زړه ګوړې ماتوینه .
شعیب له درده ډکې سترګې ورپورته کړې .
داسې ترې معلومیده ، چې له خپلو همکارانو سره به يې خندا بدرګه کړي خو یوازې يې شونډې وخوځیدې .
په خبرو يې پیل وکړ ، خو تر خبرو يې زګیروي ډېر و .
توبه خدایه ، اوس راپسې دا تور وتړئ !
داسې مې ښه راځي چې تار هم ورسره واچوم .
اوس مې ځانته هم غوصه راځي ، چې د چا لپاره مې قرباني ورکړه !
نه مې ورسره وینه ګډیږي او نه يې راباندې زړه اوبه څښې .
زه هسې خدای ووهلم ، چې ځان مې د مرمۍ مخې ته ونیوه او فاطمې ته مې د وتو لاره ورکړه .
پرما يې څه و ، نه برید تنها پرما و او که تښیدلی وای نه په کې ملامته راتلم خو ،
له خولې اه ووت ، پوزه يې راغونجه کړه ، سترګې ورباندې راپټې شوې ، لکه څوک چې په ملا کې ولګیږي .
خبرې يې پسې وغځولې .
بس مدیر صیب څه به مې کړی وای .
یو ځل خو شیطان راته وویل ، چې همدا ښه موقع ده ، ورټیل يې وهه ، چې بخۍ په کې وباسې له شره به يې خلاص شو .
بیا به راته زړه ویل ، چې دا خو یوه اودوه نه دي ، کومه کومه به ختمه شي .
تولعنت مې کړ ، لاره مې ورکړه ، د پښتنو ملک دی ، بیا به راپورې سبا خلکو خندلی ، چې خپله تښیدلي او ښځې يې په دفتر کې پریښې دي .
شعیب لا بلې خبرې ته ځان جوړاوه ، چې د روغتون سرطبیب راغږ کړ ، ناروغ که تنها پریږدئ ښه به وي ، چې عملیات خونې ته يې وړي .
۱۳۹۸ــ ۴ــ۱۳