کور / #PTM / بلاول بوټو: په قبائلي سيمو کي د بنديزونو سره پوځ غواړي پښتانه وځپي

بلاول بوټو: په قبائلي سيمو کي د بنديزونو سره پوځ غواړي پښتانه وځپي

د پاکستان د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو وايي، چي د پوځ لخوا په قبائلي سيمو کې د ۱۴۴ مادې د جاري کولو سره نه سي کېدای چي شفاف انتخابات دي وسي.

ښاغلي بوټو تېره ورځ په پېښور پريس کلب کي د يو خبري کنفرانس پر مهال وويل، چي پوځ او رياست په ګډه غواړي په قبائلي سيمو کي خلک له تعليم او پرمختګ څخه راوګرځوي.

نوموړي وويل، چي حکومت په زور او جبر سره خپل مخالفين خاموشه کول غواړي او په دې سره دوی هڅه کوي چي د حکومت لخوا ټول هغه فرمانونه صادر او عملي سي کوم چي ددوی زړه غواړي.

د ۱۴۴ مادې له مخي څوک نه سي کولای چي په غونډو کي ګډون وکړي او يا هم کوم اجلاس يا لاريون جوړ کړي

پاکستاني رياست د مي مياشتي له ۲۶ نېټې څخه کله چې د شمالي وزیرستان په خړ کمر کي پوځ پر پي ټي ايم بريد وکړ په سيمه کي ئې کرفيو يا ګرځبنديز لګولی دی.

د پوځ په دغه بريد کي چي د پي ټي ايم پر بې وسلې خلګو ئې وکړ ۱۶ تنه ئې شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

د همدغه پېښي وروسته په سيمه کي ګرځبنديز لګېدلی دی او خلګ له خپلو کورو بهر نه سي وتلای او نه هم د پوځ لخوا وزيرستان ته خواړه او روغتيايي مواد پرېښودل کېږي.

د پوځ دا عمل په نړيواله کچه غندل سوی دی او بشري حقوقو سازمان وايي چي اوس په سيمه کي يو بشري ناورين رامنځ ته سوی دی.