کور / #PTM / سياسي مبصرين: په پښتني سيمو کي پوځ غواړي نا امني خپره کړي او پښتانه له تعليم او ترقي څخه بې برخي کړي

سياسي مبصرين: په پښتني سيمو کي پوځ غواړي نا امني خپره کړي او پښتانه له تعليم او ترقي څخه بې برخي کړي

څېړونکي وايي، چي د پښتنو په سيمو کي د پوځ لخوا د روان ظلم او وحشت څخه هدف دادی چي په سيمه کي د پښتنو پرمختګ او د تعليم مخه ونيسي.

ځيني سياسيون، د مدني ټولنو فعالان او د بشري حقوقو د څار سازمان وايي، چي پوځ په قبائلي سيمو او د پښتنو په نورو علاقو کي په لوی لاس نا امني رواجوي او د دهشتګردۍ مفکورې ته وده ورکوي، تر څو پښتانه په همدې جنګونو او ورانيو کي يو له بله لاس او ګرېوان وي او د پرمختګ کوم چانس ورته ميلاو نه سي.

اوس پوځ د وزيرستان په ډېرو سيمو کي ګرځبنديز لګولی دی او هلته د تعليم، روغتيا او عادي ورځنيو کارونو پر وړاندي پوځ غټ خنډونه جوړ کړي دي.

د وزيرستان يو اوسېدونکی او مدني فعال محبوب وزير وايي، له کله نه چي پر سيمه د پاکستاني پوځيانو تجاوز شروع سوی دی له هغه وخته پښتانه له تعليم څخه بې برخي سوي دي او په لوی لاس د تشدد پېښو ته ور ټېل وهل کېږي.

ښاغلي وزير چي د لراوبر سره ئې خبري کولې وويل، اوس دلته د پوځ لخوا نوره هم سختي جوړه سوې ده، د تعليم په ها خوا دلته اوس خلګ خوړو ته لاسرسی نه لري، په کورونو کي ناروغان پراته دي اود دارو درمل اخيستلو لپاره بهر له کوره نه سي وتلای، پوځ دلته يومحشر جوړ کړی دی.

د جنوبي وزيرستان يو بل مشر ملک جان محمد وايي، له يوې خوا مو پوځ وژني او له بلي خوا مو فکرونه را مړه کوي، دوی غواړي چي پښتون همېشه تر پښو پاته وي او تل د پنجاب د خوښي وړ ژوند تېر کړي.

د ښاغلي جان محمد په خبره، د پوځ دا ډول وحشت به پښتانه را وپاڅوي او د خپلو حقوقو اخيستلو ته به ئې مجبور کړي.

همداراز د بشر د حقوقو د سازمان يوې ډلي ويلي دی، چي د پښتنو سيمو ته پوځيان د خوراکي توکو پر لېږد باندي بنديز لګولی دی او هغوی د بشر د حقوقو د څار ډله نه پرېږدي چي دغه علاقو ته ورسي او د خلګو وضعيت له نژدې وګوري.

پاکستاني ځواکونو د می مياشتي پر ۲۶ نېټه د پښتون ژغورني غورځنګ پر ملاتړو بريد وکړ چي ۱۶ تنه ئې شهيدان او تر ۴۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.