کور / #PTM / جنجوعه: پوځ ډېر پښتانه وژلي دي، همدا وجه ده چي رياست د ورکو کسانو په هکله مالومات نه ورکوي

جنجوعه: پوځ ډېر پښتانه وژلي دي، همدا وجه ده چي رياست د ورکو کسانو په هکله مالومات نه ورکوي

په پاکستان کي د بشري حقوقو د دفاع کمېټه وايي، چي په وزيرستان او د پښتنو په نورو علاقو کي د لادرکه کسانو په هکله تراوسه حکومت سم جواب نه ورکوي.

ددغه کمېټې مشره امينه مسعود جنجوعه وايي، د حکومت سره ئې په وارو وارو ليدني کتني کړي دي اود لادرکه کسانو په هکله ئې خبري اتري ورسره کړي دي خو داسي مالومېږي چي هغوی د لادرکه کسانو په موندلو کي هيڅ کوښښ نه کوي او نه هم دې کار ته ليواله دي.

آغلې جنجوعه وايي، چي د لادرکه سويو کسانو کورنۍ د خپلو خپلوانو د ځای ځايګي په هکله مالومات غواړي او د هغوی راتګ ته سترګي په لاره دي.

دا مهال د پاکستان پوځ او استخباراتو د پښتنو سيمو څخه  شاوخوا ۴۰۰۰ کسان چې ځوانان، ماشومان، سپين ږري او آن ښځي  پکي شاملي دی لادرکه کړي دي.

په ورکو سويو کسانو کي د ځينو مړي هم موندل سوي دي، چي د پوځ پوستو ته نژدې به په ډزو وژل سوي وه.

د پښتون ژغورني غورځنګ له غوښتنو څخه يوه همدا مهمه غوښتنه ده چي رياست بايد د لادرکه کسانو په هلکه مالومات ورکړي.

کارپوهان وايي، چي په زرګونو کسان د پوځ په زندانونو کي پرته له کوم جرم څخه بنديان دي او ډېری کسان د پوځ لخوا وژل سوي هم دي.

د پښتنو يو مبارز حسن شاه وايي، چي ممکن ډېر لادرکه کسان د آی ايس آی لخوا وژل سوي وي، نو ځکه پوځ نه غواړي چي په هکله دې مالومات وسي.

اوسمهال هم د وزيرستان او د قبائلي سيمو په ډېرو برخو کي د پوځ لخوا پښتانه لادرکه کېږي، پر کورونو ئې چاپې وهل کېږي او ځيني خو ئې آن په عام محضر کي وژل کېږي.