کور / راپور / په اباسين کي ډوب سوي ۱۸ کسان لا هم لادرکه دي

په اباسين کي ډوب سوي ۱۸ کسان لا هم لادرکه دي

د خيبر پښتونخوا په اباسين سيند کي درې ورځي وړاندي يوه کښتۍ ډوبه سوه او په لسګونو کسان په سيند کي غرق سوه.

په دغه کښتۍ کي چي شاوخوا ۴۰ تنه به سپاره وه، ځينو ئې په لامبو باندي  ځانونه وچي ته رسولي او ژغورل سوي دي.

خو په کښتۍ کي سپاره ۱۸ کسان لا اوس هم لادرکه دي او د ژغورني ټيمونه لګيا دي چي پته ئې مالومه کړي.

د راپورونو له مخي دغه کشتۍ له بهیړ کوماچ نصرتخېلو سیمې څخه هري پور ته روانه وه او په لار کي چپه سوې ده.

په دغه کښتۍ کي زيات کسان سپاره وه، چي د ۹ څخه تر ۱۴ کسانو پوري ځانونه په لامبو ژغورلي دي، خو د نورو کسانو لټون روان دی.

تراوسه مالومه نه ده چي په دغه کښتۍ کي څومره کسان سپاره وه، خو په عمومي توګه په دا ډول کښتيانو کي له ۳۰ څخه تر ۴۰ پوري کسان سپرېږي.

د سیمې یو اوسېدونکی عبادالله خان یوسفزي وايي، د شانګلې او هریپور ترمنځ په تلونکیو بېړیو کي په هره یوه کي یې له څلوېشتو تر شپېتو کسان سواره وي خو اوس دا نه ده مالومه جي په دغه چپه سوې کشتۍ کي ټول څومره کسان سپاره ول. دی وايي د څار هېڅ داسې سیسټم نشته جي په یوه کشتۍ کي څومره کسان پکار ده چي سفر وکړي.