کور / راپور / په پاکستان کي مخالف ګوندونو د حکومت ضد ايتلاف جوړ کړ

په پاکستان کي مخالف ګوندونو د حکومت ضد ايتلاف جوړ کړ

د پاکستان اپوزيسون ګوندونو په مشترکه توګه د حکومت ضد تګلاري اعلان کړی دی.

د اپوزيسون مشرانو ويلي، چي لومړی به د پارلمان مشر له دندي ليري کوي او د هغه وروسته به د حکومت پرضد احتجاج جاري ساتي.

د يادي کمېټي مشرانو تېره ورځ په اسلام اباد کي يوې خبري غونډي ته وويل، چي د رهبري کمېټۍ مشري به نوبت پر نوبت هر ګوند ته ورکول کېږي خو د لومړیو دوو میاشتو لپاره یې مشر د جمعیت علما اسلام ف ډلې مخکښ اکرم درانی ټاکل سوی دی

د يادې کمېټې يو غړي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو سناتور عثمان کاکړ وايي: “ دوي دا پرېکړه کړې ده چې پوځ به په فاټا کې د انتخاباتو پر مهال په پولینګ سټېشن کې دننه وي خو رهبر کمېټۍ وویل چې پوځ دې وي خو په پولینګ سټېشن کې به دننه نه وي. د جولايي تر نهمې به د سېنټ د چرمېن پرضد درخواست جمع کېږي او پر ۱۱مه جولايي به د رهبر کمېټۍ په غونډه کې دا پرېکړه کېږي چې د اپوزېشن له خوا به د سېنټ د مشرۍ لپاره کاندید څوک وي”.

د اپوزيسون د مشرانو ادعا داده چي حکومت غواړي د خپلي خوښي پرېکړي جاري کړي، چي په هغه کي يوه هم د بوديجې په هکله فيصله ده.

حکومت غواړي چي بودیجه تصويب کړي، خو مخالف ګوندونه وايي چي دا بودیجه بايد تصويب نه سي.

د بودېجې د تصويب لپاره په پارلمان کي نظرپوښتنه او انتخابات هم کېږي، خو حکومت لا له وړاندي په پارلمان کي د سياسي ګوندونو ځيني استازي بنديان کړي دي، چي په دې سره غواړي د بودېجې د رد رايي لږ او د تصويب رايي ډيري کړي.

په نيول سويو کسانو کي د وزيرستان استازي علي وزير او محسن داوړ هم شامل دی، چي د پښتون ژغورني غورځنګ د ملاتړ په تور نيول سوي او د پوځ لخوا ورسره سخت تشدد هم سوی دی.

دا مهال علي وزير او محسن داوړ په زندان کي شپې سبا کوي او د پارلمان مشر ئې د قامي اسمبلۍ ته د راغوښتلو اډر نه ورکوي.