کور / خبرتیا او پيغامونه / د سولې د خبرو اترو په تړاو د مدني ټولنې او رسنیو د ګډ ګروپ  مطبوعاتي اعلامیه

د سولې د خبرو اترو په تړاو د مدني ټولنې او رسنیو د ګډ ګروپ  مطبوعاتي اعلامیه

نیټه:۲۰۱۹ د جولای ۶

کابل- افغانستان

لکه څرنګه چې په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې خبرو اترو په تړاو مخلتف هېوادونه په دې لټه کې دي چي د افغان سولې سره مرسته وکړي او دغه پروسه با ثباته وښيي؛ نو په همدې منظور په کار ده چې د قطر او المان په ګډون له ټولو هغه هېوادونو څخه مننه وکړو چې د سولې خبرو اترو کې يې خپل نقش لوبولی دی.

موږ په دې باوری یوو چې د سولې لپاره روانې خبرې اترې د خورا ستر ارزښت وړ دی او په کار ده چې د افغانستان د عادلانه او باثباته سولې لپاره دغه ډول ناستې او روانې خبرې اترې جاري وساتل شي تر څو ټول مسایل په جزيیاتو بحث او افغانستان د با ثباته سولې در شل ته ورسېږي.

لکه څرنګه چې ټول پوهېږئ دم ګړی د افغانانو تر تولو ستره هیله داده چې وینه تویدنه ودرېږي او دوه اړخیزه اوربند اعلان شي چې دا ارمان هغه وخت پوره کېږي چې د سولې خبرې اترې رښتینې بڼه غوره کړي.

پرهمدې اساس د مدني ټولنې او رسنیو ګډه ډله له دې ځایه اعلان کوي چې د سولې د ساتلو لپاره ترهرڅه لومړی په کار ده چې دیني، تاریخي، فرهنګي او بشري ارزښتونه خوندي وساتل شي او د دغه هرڅه لپاره په پراخه توګه عدالت غوښتنه وشي.

زموږ غوښتنې په لاندې ډولې دي

  1. 1. د قطرغونډې ته تلونکي پلاوي ته په کار ده چې تر هر څه لومړی د سولې خبرو اترو کې د افغانستان ملي ګټې په نظر کې ونیسي لکه څرنګه چې نور هېوادونه په دغه پروسه کې تر هر څه وړاندې د خپلو ګټو په اړه خبرې کوي.
  2. 2. قطر ته تلونکی پلاوی چې نن هغه هېواد ته ځي په کار ده چې د سولې خبرو اترو کې د جوړجاړي فضا رامنځته کړي او د ښکیلو غاړو تر منځ د باور پر ټینګښت کار وکړي، تر څو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره ګټور او د با ثباته سولې د رامنځته کولو سبب شي.
  3. 3. د مذاکراتو ټول اړخونه باید اوربند او د جګړې پای ته رسول د خپلو خبرو لومړيتوب وګڼي تر څو نور د افغانستان خلک د جګړې قرباني نشي.
  4. 4. پلاوی باید د سولې پروسه کې پر ټولنیزعدالت، د ښځو حقونه او ګډون، د ټاکنې حق، بیان ازادۍ او ټولنیزو حقونو ټینګار وکړي.
  5. 5. پلاوی دې له راستنیدو وروسته د قطرغونډې ټول بحث سوي جزيیات له ولس سره شریک کړي ځکه په تيرو نړیوالو کنفرانسو کې همدا تشه د دې سبب شوې چې افغان ولس سره تشویش پیدا شي او همدا تشویش د سولې د خبرو اترو د خنډ سبب ګرځي.
  6. 6. د سولې روانې خبرې اترې د افغانستان په تاریخ کې یو مهم او د ارزښت وړ پړاو دی نو په کار ده چې د خبرو اترو ټول پړاونه په منظم ډول ارشیف شي تر څو راتلونکي نسلونو ته انتقال شي.

پای