کور / راپور / طالبانو د قطر په بين الافغاني کنفرانس کي د سلام رحيمي د ګډون سره مخالفت کړی دی

طالبانو د قطر په بين الافغاني کنفرانس کي د سلام رحيمي د ګډون سره مخالفت کړی دی

طالبانو د قطر په بين الافغاني کنفرانس کي د عبدالسلام رحيمي د ګډون سره مخالفت څرګند کړی دی.

طالبانو ويلي، چي دوی د افغان دولت سره مخامخ خبرو ته نه کښېني، نو ځکه بايد د افغانستان د حکومت لوړپوړی چارواکی په دغه خبرو کي شامل نه وي.

عبدالسلام رحيمي چي وړاندي د ولسشمر د دفتر رئيس وو په دې وروستيو کي د سولي په چارو کي د دولت د وزير په توګه وګمارل سو.

طالبانو په وارو وارو د افغان دولت د استازو سره د مخامخ خبرو کولو څخه ډډه کړې ده.

سبا يکشنبه د جولای د مياشتي پر اوومه نېټه به د قطر په پلازمېنه دوحه کي د طالبانو سره بين الافغاني خبري پيل سي.

له دې وړاندي طالبانو د امريکا سره اووه ځلي خبري وکړې او ويل کېږي چي په وروستي اووم پړاو کي چي اوس هم په قطر کي روان دی د پام وړ پرمختګ سوی دی.

طالبانو او امريکايانو دواړو ويلي، چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو، د بل چا پرضد د افغان خاوري نه کارول او اوربند هغه موضوعات دي چي ورباندي خبري رواني دي او ډېر پرمختګ پکي سوی دی.

که څه هم طالبانو په وارو وراو د افغان دولت سره د مخامخ خبرو کولو انکار کړی دی، خو بيا هم سبا به په دوحه کي طالب استازی د افغانستان د ګڼو سياسي څېرو او دافغان حکومت د استازو سره وګوري.

که څه هم دا په رسمي توګه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبري اتري نه دي، خو بيا هم پکي ګڼ شمېر چارواکو په شخصي بڼه پکي ګډون کړی دی او دا ګډ پلاوی نن له کابل څخه د دوحې پرلور روان سو.

په دغه پلاوي کي لاندې کسان شامل دي:

١ – اصيلا وردګ، ۲- داكتر حبيبه سرابي، ۳- شهرزاد اكبر ، ۴- فوزيه كوفى ۵-ليلي جعفري ۶- ماريا اكرمي ۷- شاه گل رضايى ۸- انار كلي هنريار،  ۹-جميله افغانى ۱۰- زينب موحد ۱۱-مولوي امين الدين مظفري ۱۲-عبدالهادي رفيعي ۱۳- قربانعلي فصيحي ۱۴-جمال الدين بدر ۱۵-مولوي شفيع الله نورستاني ١۶-محمد نادر نعيم ١۷- عطاءالرحمان سليم   ۱۸- مولوي سلام ضعيف ۱۹- ارشاد احمدي  ۲۰- متين بيګ، ۲۱- حكمت كرزى ۲۲-حاجي دين محمد ۲۳- انجينر فرهادالله فرهاد ، ٢٤، نادر نادري، ٢٥ ، حامد ګيلاني، ٢٦، صالح محمد سلجوقي، ٢٧ غيرت بهير ، ٢٨ مولوي عنايت الله بليغ ، ٢٩ حضرت عمر زاخېلوال ، ٣٠ ډاکټر رنګين دادفر سپنتا .٣١ محي الدين مهدي، ٣٢، سيد منصور نادري