کور / #PTM / د بشر د حقوقو سازمان: پوځ دي د ګلالۍ اسماعيل د کورنۍ له ځورولو لاس واخلي

د بشر د حقوقو سازمان: پوځ دي د ګلالۍ اسماعيل د کورنۍ له ځورولو لاس واخلي

د بشري  حقوقو خپلواک کمېسون  د مدني فعالي او د پښتون ژغورني غورځنګ د مخکښي ګلالۍ اسماعيل د کورنۍ د ځورولو په هکله سخته اندېښمنه ده او پاکستاني رياست  ته ئې ويلي، چي د آغلي ګلالۍ له ځورولو دي لاس واخلي.

د بشر د حقوقو سازمان وايي، پاکستاني استخبارات د مدني فعالانو او هغه کسانو پرضد د تشدد څخه کار اخلي کوم چي په سوله ايز شکل مبارزه کوي او د خپلو خلکو لپاره جائز حقوق غواړي.

 ګلالۍ اسماعيل پلار پروفيسر اسماعيل وايي، لور يې د جون میاشتې د دوېشتمې نېټې نه بې درکه ده او دوي سره يې هيڅ معلومات نسته. نوموړي ویلي بيا هم رياستي ادارې وخت په وخت د دوي کور ته ورځي او دوي ځوروي.

د ګلالۍ اسماعيل پلار پروفیسر اسماعیل څو ورځې وړاندې په تويټر تور لګولی چې په ساده جامو کي د پوليسو او امنیتي ادارو کسانو د دوي په کور چهاپه وهلې، دوي ي ځورولي او ورته يې ګواښونه هم ورکړي.

د ګلالۍ اسماعیل پلار پروفيسر اسماعيل زیاته کړې چې د استخباراتي ادارو خلک هره ورځ په اسلام آباد کښې د دوي کور ته ورځي او بې ځايه تپوسونه کوي. نوموړي ویلي که د دوي کوم ميلمه هم دوي کره وي نو دغه خلک ترې پوښتنې کوي او ګواښونه هم ورکوي.

پاکستاني رياست د ګلالۍ اسماعيل پر ضد د ترهګرۍ مقدمه هغه وخت درج کړه، کله چي په اسلام اباد کي د لس کلني پرشتې مړی وموندل سو.

هغه مهال ګلالۍ اسماعيل پوليس په دې تورن کړل چي ددوی د غفلت له امله دا پېښه رامنځ ته سوې ده.

پاکستاني استخباراتو په همدې خبرو باندي د ځان سره بېولې ده او تراوسه ئې درک مالوم نه دی.