کور / راپور / کوټه کي د پښتو نړيوال سمينار ته د لراوبر پښتنو ليکوالانو مقالې او ويناوي واورولې

کوټه کي د پښتو نړيوال سمينار ته د لراوبر پښتنو ليکوالانو مقالې او ويناوي واورولې

د کوزي پښتونخوا په مرکز کوټه کي د جمعې په ورځ د”پښتو ادب د نېمې پېړۍ مزل،فکري او نظري رجهانات “تر نامه لاندي درې ورځنی سمينار جوړ سو.

په دغه سمينار کي د کابل، کوټي، خيبر پښتونخوا، کندهار او نورو سيمو څخه ګڼ شمېر ليکوالان او شاعران ورټول سوي وه.

دغه سیمینار چې دجمعې د ورځې نه په پښتو اکيډمي کوټه کي پیل سوی د دويمې ورځې په لومړۍ برخه کي یې ” د پښتو ادب صنفي بيانيه، اوس مهاله رجهانات” د عنوان لاندي مقالې وړاندې کړل سوې ۔
چې پکي سميع الدين ارمان “په پښتو ادب کي د صنفياتو توپير ” ليکوالې شفا کاکړې “په پښتو ډرامه کي صنفي انصاف”، ليکوالې صالحه بازۍ د “انګۍ” پر موضوع خپله څيړنه دغونډې برخه والو ته وړاندې کړې ده.

همدغه راز مسکان خټک “په غزل کي د عشق د موضوع صنفي تناظر “،رحمت بي بي اڅکزۍ “په ښځينه نظميه شاعرۍ کي د صنفياتو اغېزې “،پر موضوع مقاله وړاندې کړه.

د اولې برخې په اخيره کي ليکوال شاعر او سياستوال افراسياب خټک وينا وکړه او وئ ويل”ډير زيات خوشاله او خوښ بينه يم چې نوی کول مو ډېر ښه تحقيق کوي او دا به د پښتو او پښتنو لپاره جدي ګټې ولري”۔

دوويمه برخه ” پښتو ادب کي طبقاتي توپير او مبارزه “دعنوان لاندې وه چې پکي له کابله راغلي ليکوال او استاد لال پاچا ازمون “ادب او طبقاتي شعور” ،له خېبر پښتونخوا راغلي ليکوال او شاعر اسير منګل پر ” پښتو لنډه قصه کي طبقاتي مباحث”، استاد او ځوان ليکوال مير حسن اتل ” د پښتو نظم د طبقاتي فکر په رڼا کي “ليکوال او شاعر محب شېراز “په غاړو کي د طبقاتي جبر انګازې ” او فريد الله شاه احساس “نقل او مزاح کي د طبقاتي مزاهمت رنګونه ” تر عنوان لاندې مقالې وړاندې کړې ۔

د دويمې ورځې په دريمه برخه کي د ” د جنوبي پښتونخوا پښتو فولکلوري موسيقي وړاندې کړل سوه چې ګډون والو ډيره وستايله ۔

په اخيره برخه کي ” د ژبو اوادب د بقا سوال” بين الساني مکالمه وسوه ،
د پښتو اکاډمي په تالار کي ناستو ګډون والو پر ځينو مقالو باندې نقد وکړ،د نقادانو په وينا ځينې ليکوالان بايد په مقالو او خپلو ليکنو کي د اوردو او انګليسي توري ونه کاروي