زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفارخان ژوندليک – ۶۰ برخه
Aziz Rahman Hazim
غورچاڼ: عبدالجبار فراز
۶۰
په ګجرات زندان کي زه او یو دوه تنه نور اې کلاس او نور ټول بي کلاس بندیان ول. زموږ و د دوی دومره توپیر وو چي د شپې به په دوی پسي دروازې بندېدې، خو موږ به د کوټو دباندي هم راوتلای او بیدېدلای سوای. چي ګرمي سوه، نو د بي کلاس د یوه ملګري مو روغتیايي وضعیت خراب سو. ما ته د هغه دغه حالت ډېر بد خوند راکاوه. هيڅ مي دا زړه نه منله چي هغه دي په داسي بد حال کي دننه زه دي دباندي بېغمه پروت یم. نورو ملګرو ته مي وویل چي زه خو نور دا نسم زغملای او غواړم د دغه ناروغ ملګري اې کلاس ته د را اوړلو لپاره اعتصاب ته ملا وتړم. ځینو راسره ومنله او ځینو نورو نه غوښتل د بل چا لپاره خپل استراحت په خطر کي واچوي. موږ څو تنه په اعتصاب کي کامیاب سوو او د بي کلاس بندیان مو هم د کوټو له اهاړ ګرمیو څخه خلاص کړل.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۶۱
زندان ته چي به کله د ازادو او له محبسه بهر مېشتو پښتنو د بد حال خبرونه راورسېدل نو ډېر به یې خواشینی کړم. ان تر موږ یې هم ورځ بتره وه. انګرېزانو وهل، ټکول، وژل او بې عزته کول. درست-درست کلي به يې په ورځو-ورځو محاصره کړي ول. نه به یې څوک ورپرېښودل او نه به یې څوک ترې پرېښودل. ان چي حیوانان به یې د کليو دباندي پرتو مځکو ته راووتل هم به یې په مرمیو ویشتل. ما ته به دا حالات وخت پر وخت رارسېدل. اخیر مي ملګرو ته وویل چي په هند کي دي د مسلم ګوند له مشرتابه سره وویني، دا ټول حال دي ورته ووايي او د مرستي غوښتنه دي ځني وکړي. دوی څه وخت وروسته راته راغلل او ویې ویل چي پر ټولو وګرځېدو، خو هیچا مو لاسنیوی ونکړ. زه ډېر حیران نسوم، ځکه مسلم لیګ خو خپله انګرېزانو پاللی او رزولی وو نو هغوی کله د خپلو بادارانو پر ضد کوم ګام اوچتولای سوای؟! دوی دغه راز کانګرس ګوند ته هم ورغلي ول. هغوی ځني پوښتلي ول چي ستاسي له انګرېزانو سره جنګ پر څه دی؟ دوی ورته ویلي ول چي پر ازادۍ. بیا یې ځني پوښتلي ول چي په کومه طریقه؟ دوی جواب ورکړی وو چي د عدم تشدد په وسیله. نو هغوی ورته ویلي ول چي دا خو عین زموږ تګلار ده. تاسي هم غلامان یاست موږ هم، ستاسي دوښمن هم انګرېزان دي او زموږ دا هم. نو موږ ستاسي مرستي ته تیار یو. د دوی د خبرو تر اورېدو وروسته مي ورته وویل چي ورسئ له خپلو سیمه ییزو مشرانو سره مشوره وکړئ، هغوی چي هر څه پرېکړه وکړه زما هم ورسره خوښه ده. دوی ولاړل همداسي یې وکړل. سیمه ییزو مشرانو له کانګرس ګوند سره همکاري منظور کړه. کانګرس هم بېله ځنډه مرستي ته راودانګل او په مرکزي پارلمان کي یې د سرحد صوبې د حالاتو په باب د څېړنو ږغ پورته کړ.
وروسته مسلم لیګ والو پر موږ له هندوانو څخه د مرستي غوښتلو تورونه ولګول او یو ډول ماڼېجن غوندي ول. ما ورته وویل چي اول مو ستاسي دروازې دروټکولې، تاسي هیڅ ډول علاقه ونه ښودله، همدغو هندوانو لاس راکړ. که د دوی پر ځای هر چا د مرستي ځیګر راته ټکولی وای موږ قبلاوه، ځکه وچ-کلک مجبور وو.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۶۲
په ګجرات محبس کي زموږ وخت ډېر ښه تېرېدی، ځکه د هر ډول طبیعت خلک، لوی-لوی عالمان او تکړه-تکړه سیاستوال راسره ملګري ول. تر دې لا ښه خبره دا وه چي دلته زیات شمېر کتابونه پراته ول. ما چټک یو مهالوېش جوړ او مطالعې ته مي ښه زیات وخت پکښي بېل کړ. په یوه کال کي مي دومره کتابونه ولوستل چي تر دې دمه مي په خپل ټول ژوند نه ول ویلي. بل مثبت ټکی دا وو چي موږ به هره دویمه یا درېیمه ورځ سره راغونډېدو او پر بېلابېلو موضوعاتو به مو بحثونه او ویناوي کولې. کله ناکله به ځینو ماهرو ملګرو پر یو لړ ځانګړو موضوعاتو لیکچرونه هم ورکول. د ډاکټر انصاري په نامه یوه عالم خو پر هیوادنیو او سیمه ییزو موضوعاتو د بحث کولو لپاره یوه پارلمان ته ورته جوړښت راته جوړ کړی وو. موږ به پکښي راغونډېدو او کټمټ د پارلمان غوندي به مو پر رنګارنګ مسایلو خبرې-اترې او تقریرونه کول. لنډه دا چي دغه قید ما ته بېخي ډېر څه را زده کړل.
په دغه محبس کي ما د قرآن او ګیتا درس شروع کولو هڅه وکړه. غوښتل مي مسلمانان او هندوان دواړه لوري د خپلو مقدسو کتابونو په ارو پیغامونو خبر سي. تر یو څه مخالفت وروسته بریالی سوم. د ګیتا درس پنډت جګت رام او د قرآن کریم ترجمه و درس ما پر غاړه واخیست. د دغي لړۍ په برکت هندوان او مسلمانان دواړه ورو-ورو د دوښمن له خوا په جوړو سوو دسیسو او قصدي خپور سوي نفاق وپوهېدل. ډېره-ډېره ګټه یې وکړه.
همدارنګه زموږ سره د شام لال په نامه یو خورا تکړه وکیل هم بندي وو. ده به ما ته وخت ناوخت انګلیسي کتابونه په لوړ اواز لوستل او زه به ورته غوږ وم. دې کار هم ښه فایده راته وکړه.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۶۳
په ګجرات محبس کي مي د خپل ځان په باب هم ژور سوچ وکړ. دوې غټي نیمګړتیاوي مي وموندلې؛ یو مي ډېري خبري او بحثونه کول او بل به ژر-ژر غوسه کېدم. دا دواړي ډېري بدي ځانګړني دي. له دغو بلاوو څخه د ځان خلاصولو پر لارو چارو مي زیات سوچ وکړ اخیر مي یې لار پیدا کړه. هوډ مي وکړ چي نور به هره اوونۍ له خبرو، خوراک او څښاک څخه روژه نیسم. همداسي مي وکړل. په هفته کي به یوه ورځ سهار تر لمانځه وروسته په کوټه ننوتم نه به مي له چا سره خبري کولې، نه به مي ډوډۍ خوړله او نه به مي اوبه و بل شی څښی. ناست به وم خپل ذکرونه به مي کول. ماښام مهال به راووتم او روژه به مي ماته کړه. چي رښتیا سي ډېره فایده یې راته وکړه.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۶۴
په ګجرات محبس کي یوه ورځ کوم انګرېز وزیر د معاینې لپاره راغی. زما د کوټې په خوله کي ودرېد. زه نه ورته ولاړ سوم او نه مي په باک راوړ. یو ګړی ایسته و دوري وګرځېد او پر خپله مخه ولاړ. د هغه له تلو سره سم د ګجرات مرستیال امنیه قومندان کوټې ته راننووت زه ورته پاڅېدم. د ده خوله وازه پاته سوه. راڅخه ویې پوښتل چي وزیر صاحب ته ولې ولاړ نسوې؟ ما ورته وویل چي زه خو خدایي خدمتګار یم د خدای له مخلوق څخه کرکه ګناه ګڼم او د خدای خدمت د هغه د مخلوق خدمت دی. ته هم انګرېز یې ستا سره دا دی خبري کوم. زه یو سیاسي بندي یم او ما ته باید په همدې سترګه وکتل سي. وزیر ما ته رانغی، نو زه هم نه ورغلم. هغه د یوه اخلاقي قیدي غوندي چلند راسره وکړ، مګر تا چي بیا د یوه سیاسي قیدي په توګه وبللم دا دی ما دي هم درنښت وکړ.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان