کور / راپور / غزني کي د طالبانو بريد دماشومانو په ګډون ګڼو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده

غزني کي د طالبانو بريد دماشومانو په ګډون ګڼو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده

نن سهار د غزني ښار په په شامير سيمه کي د ملي امنيت يوه مرکز ته څېرمه موټربم چاودنه سوې ده او ګڼه مرګژوبله ئې اړولې ده.

پېښه نن سهار اته نيمي بجې سوې ده او د پېښي له ځای څخه تر دا مهاله د يو نفر د وژل کېدو او د ۲۰ کسانو د ژوبل کېدو خبر ورکول سوی دی.

عيني شاهدان وايي چي ډېری ژوبل کسان د ښوونځي زده کونکي دي.

د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو اخیستی. ددغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي، بریدګرو یې ننه اته بجې غزني ښار کي د ملي امنیت پر یوه مهم مرکز موټربم ځانمرګی برید کړی.

تېره اونۍ په کابل کي هم د يو موټر بم او د ځانمرګو بريدګرو په حمله کي ۶ تنه ووژل سول او د ماشومانو په ګډون تر ۵۰ زيات کسان ووژل سول.

د کابل په برید کي هم د ښوونځي ماشومان ژوبل سوي وه. او د بريد پړه طالبانو پر غاړه اخيستې وه.

دا بريدونه پر داسي مهال کېږي چي نن په قطر کي د طالبانو سره د بين الافغاني خبرو اترو لپاره له افغانستان څخه درې پنځوس کسان تللي دي.