کور / #PTM / د بشري حقوقو سازمان: پوځ اجازه نه راکوي چي د وزيرستان حالات له نژدې وګورو، هلته بشري ناورين راتلونکی دی

د بشري حقوقو سازمان: پوځ اجازه نه راکوي چي د وزيرستان حالات له نژدې وګورو، هلته بشري ناورين راتلونکی دی

د شمالي وزيرستان په ګڼو سيمو کي د پوځ لخوا پر کورونو چاپې وهلو زور اخيستی دی او ګڼ کسان وژل سوي هم دي.

د راپورونو له مخي تېره شپه پوځ د خړ کمر سيمه کي پر ګڼو کورونو چاپې وهلي دي او ځيني کسان ئې د ځان سره بېولي او وروسته ئې وژلي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، له کله نه چي دلته پوځ ګرځبنديز ( کرفيو) لګولې ده خلګ د خوراکي توکيو د کمښت سره مخ دي او پوځ روغتيايي خدماتو ته هم اجازه نه ورکوي چي فعاليت وکړي.

خلګ وايي، خوراکي توکي نور خلاص سوي دي او خلګ د سختي لوږي سره مخ دي، همداراز ځيني ناروغانو په کورونو کي ساه ورکړې ده ځکه پوځ اجازه نه ورکوي چي څوک له کوره بهر سي.

د بشر د حقوقو سازمان هم تېره ورځ وويل، چي د وزيرستان سره د پاکستان د حکومت کړني د اندېښنې وړ دي او پوځ په لوی لاس بشري ناورين رامنځ ته کوي.

د بشر د حقوقو سازمان دا هم وايي، چي پوځ دوی ته اجازه نه ورکوي چي هلته ولاړ سي او حالات له نژدې وګوري.

د پاکستان د بشري حقوقو ځيني فعالان چي غوښتل ئې د وزيرستان ځينو سيمو ته د حالاتو د جاج اخيستلو لپاره ولاړ سي د پاکستاني پوځيانو لخوا ايسار سوي دي.

د بشري حقونو د کمېسون يو غړی شاهد خان وايي، چي د مي د ۲۶ نېټې وروسته چي په سيمه کي کوم وضعيت رامنځ ته سوی دی د همدې وضعيت د جاج اخيستلو لپاره دوی غوښتل د وزيرستان په دوره ولاړ سي، خو د پوځ لخوا دوی ته اجازه نه ده ورکړل سوې چي حالات له نژدې وګوري.

په شمالي وزيرستان کي خلګ د خوړو د کمبود سره مخ دي او حالت ورځ تربلي مخ پر خرابېدو دی دا مهال.

د پاکستاني پوځ لخوا په سيمه ګرځبنديز لګيدلی او هيچا ته اجازه نسته چي له کوره بهر ووځي او يا هم د خوراکي توکو د لاسته راوړلو هڅه وکړي.

پوځ شمالي وزيرستان ته غځېدلي لاري بندي کړي او دغه سيمو ته خواړه او د اړتيا وړ توکي نه پرېږيدي.

د سيمي خلګ وايي، چي دوی د بشري ناورين سره مخ دی، ناروغان په کورونو کي ورته پراته دي او د خوراک لپاره څه نه لري.

پاکستاني ترهګر پوځ په شمالي وزيرستان کي ګرځبنديز نور هم سخت کړی دی او هغه کسان چي له کورونو بهر وځي د پوځ لخوا ويشتل کېږي.

ترهګر پوځ وروسته له هغه په سيمه کي ګرځبنديز ولګوی چي د خړ کمر د پېښي پر ضد د سيمي خلګو لاريون پيلوی.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي پاکستاني پوځ د پي ټي ايم پر کاروان بريد وکړ  چي ۱۴ تنه ئې شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

د سيمي خلګ وايي، چي ددې پېښي وروسته پوځ د خلګو پر کورونو چاپې وهلې او هغه کسان چي ژوبل سوي وه له کورونو ئې ايستل او د پېچکارۍ په وسيله ئې شهيدانول.

سيمه ایز خلګ وايي، چي د ګرځبنديز سره ددوی ژوند سخت سوی دی، خوړو او ډاکټر ته لاسرسی نه لري، شته خوراکي توکي خلاص سوي دي او خلګ د يو بشري ناورين سره مخ دي.

تېره اونۍ هم په خړ کمر کي دوه ماشومان له لوږي خپل ژوند له لاسه ورکړ او د پاکستاني پوځ لخوا د هغوی د ښخولو اجازه هم  نه ورکول کېدل.

بل خوا د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، چي ملګري ملتونه بايد سيمي ته خپل هيات راولېږي او دا حالت له نژدې وګوري.

ښاغلی پښتين وايي، چي که دا حالت څو ورځي نور هم دوام وکړي، له کورونو به جنازې راووځي او د سيمي خلګ به د يو ستر بشري ناورين سره مخ سي.