کور / کیسه / يادونه او تابوتونه / لنډه کيسه

يادونه او تابوتونه / لنډه کيسه

 ليکنه:خالق رشید

              خان ماما، داشل دیرش کاله کابل ته نه وراغلی ، تیره اوونۍ یې دخلکو په وینا له کلونو وروسته تشریف راوړ، ترڅوزموږ کورته را رسیده دده نفس هم تلاشیو ورایستلی و… کله چې کورته راورسید ستړي ښکاریده ، زر یي ځان تشناب ته ورساوه ، اودس یي تازه کړ، خپل کالي یې زربدل کړل اوخپل مساپرانه لمونځ  یې ترهغوچې موږ چای ورته راووړ وکړاوله دعا ورسته یې  وار دواره زموږ مشرتره ته ترخوله راووتل :

 – یاره …  داسې ښکاري چې کابل هم اوس هغه پخوانی کابل نه دی ، له لارویې هم پل صراطونه جوړشوي، په هرڅلورلاره کې سپي دسړیو پرځای خلک تلاشي  ، ځان ورپورې موښې ، کالی بې نمازه کوي  اوترټولو نادره خولاداوه چې پخوا به موږ کابل ته په اوداسه راننوتلو، خو اوس دا بي شرمه سپي ترهرڅه دمخه  پرسړیو اودسونه ماتوي اوبیا کابل ته لاره ورکوي …  ښکاري چې اوس دسړیو کارونه سپیو آسانه کړي دي ؟

      ماما له ډیرې مودې وروسته کابل راغلی و، خوهغه چې کوم کابل لیدلی و،هغه دجنګونو اوبربادیو، له جنګی لنډغرو ، غلامانو دمخه کابل و، هغه کابل چې پرهغه مهال دسپیوبازار دومره په کې ګرم نه و لکه نن سبا چې یي دی ځانته ګوته په غاښ کړی و…  ماما کلونه مخکې خپله عسکري هم د کابل په پولیسوکې تیره کړې وه، ځکه خو ددغه ښارپه لنډو اواوږدو کې له هرڅه سره ولد اوبلدو، ده ته ورپه یاد وو چې بیسواده ملایان به کابل ته راغلل هغوی به د (بانک ملی افغانستانن ) لوحه څنګه په عربي تلفظ سره لوسته …  اویا به یي په لاحوله ولاقوة سره د (بکس تلیفون ) جمله په ناوړه نیت اوبي ادبۍ سره لوسته اوترڅنګ به یي له قهراوغضب سره یوځای تیرشو… خان ماما هماغه کابل لیدلی و چې د ځوانانوزړونه به یي په خپل لورورکښل ، سندرې به یې ورته ویلي اوپه غړانګوکې به یې په درنښت یاداوه :

  کابل ته مه وایه چې وران شې … په کې پراته دي ښه ځوانان کاږه بریتونه :

  کابل ته مه وایه چې وړان شې … په سرچوک کې بنګړیوالې ناستې دینه

اویا : جنکۍ ژاړي ووړکی بیا کابل ته ځینه …

       موږ دخان ماما ډیرعزت کاوه، ځکه چې کله به موږ کلي ته ورغلو،ده به سترګې راته ایښودې،زموږ به یې دومره عزت کاوه چې زموږ به میاشتې اوکلونه دده سترګې ایښودل او ښه راغلاست له یاده نه وتل، دی به موږ هره ورځ له ځان سره دکابل ښکلوسیمو، ښکلوماڼیو اوښکلو هوټلونوته بیوه، خوچې کله به موکورته رارسولی نه و، ده به ترهرڅه دمخه خپل کالي بدلول، اولمونځ به یې کاوه، موږ یوه ورځ هم دی ونه لید چې له بازاره به راغلی وي اوپه هم هغوجامو کي به یې لمونځ کړی وي…دده په دغه چل موږپه لومړیو کې نه پوهیدو ځکه خو ترډیرو شپو پورې زموږ ټولو لپاره دایوه پوښتنه وه،لابه یې بوټونه ایستلي نه ووچې غږ به یې پورته شو:

 ـ  زما کالي ، هلئ ، زماکالي … چې سخت نارامه یم … هلئ ، هلئ …  اوددغې لویې ستونزې لامل داوچې  دده به دکابل په هردروازه اوڅلورلاره کې د سپیو تلاشیو لاسونه پورته ولاړو…

      یوه ورځ یي غوښتل بالاحصار ووینې ، بله ورځ یې د شهدای صالحین زیارتونه وکړل، شاه دوشمشیره ته ولاړنه شو، ځکه ویل یې ، چې هلته دبی ګناه نجلۍ وینې توی شوې،نه چې خدای پاک دهغوظالمانوپه ګناه کې دی هم وشمیري …هلته دخدای مخلوق یوه بی ګناه اوهیله منه نجلۍ چې په خپل مراد پسې ورغلې وه په سوزیدو بدرګه کړه…اوهلته یوه معصومه ارواح  له نمردي قهره دخلیل دبادارپرلورالوتلې ده…نه چې هغه مې وګوري اوراته ګوته په غاښ شي چې:دوی ماته ښه مراد راکړچې ته هم ورته هیله من یې ؟

      داسې ښکاریده چې خان ماما کابل ښه نه لګیده، اوخوند یی نه ورکاوه په تیره په دغو ورځوکې چې هره ورځ به یې پر تابوتونوډکو لاریوسترګې لګیدې، پرهغولاریوچې ترمنزلګاه پورې به سپيو بدرګه کولې… هو، سپیو…  خان ماما پردغه رازهم نه پوهیده چې په دغه کارکې به دخدای ج څه حکمت وي، خو وروسته موږ پوه کړچې په کابل کې نن سبا دتابوتونو بازارښه په مزوکې دي، پردوکانویي خلک په کرښو اوکتارو کې ولاړوي …د تابوتونو پردوکانوهم د سپیوپیرې ولاړې وې …  ماما دبازارپه هره خوا کې په دکانوکې تابوتوته کتل…او تابوتونه به داسې ورته ښکاریدل  چې ګواکي  ده ته خاندي اوده ته هم لکه د زرګونو بې ګناه افغانانوپه شان دښه راغلاست هرکلي وایي …

       دتابوتونودهردکان مخې ته به بي شماره ډډیي سپي هم پراته وو، له کوم دکانداره یې ددغه رمز پوښتنه هم کړې وه ، هغه ورته ویلی ووچې هرڅوک چې تابوت واخلي ، دوی هم پرهغه سړي پسې بې بلنې روان وي، دوی ترډیره انسانانو پردې ښه پوهیږي چې تابوت سړي چیرې اودڅه له پاره اخلي  ؟

ماما پوره یوه میاشت له موږ سره په کابل کې تیره کړه، په وروستۍ ورځ موهم یوه اوبلي خوا ته ښه په مزو وګرزاوه ، نورنو زموږ داسې خپلوان پاتې نه شوچې دماما به یې د زړه له کومې هرکلي نه وي کړی، لکه چې یاده مې کړه دی پرموږ ډیر ګران و، دده هم زموږ له وړو او زړو سره د زړه له کومي مینه وه ، د زړه له کومې یې له موږ هریوه سره راشه درشه کوله، زموږ مشرکاکایی همزولی و، له هغه سره یې نه یوازې  دکابل چکرې وهلې،  بلکه دواړو به دخپل ماشومتوب خوږې  خوږې خاطرې چې زموږ له پاره به تریوه حده نا آشنا هم ښکاریدې په مزو مزو سره  زموږ په مخ کې را یادولې :  هغه پلاني وخت دې یادیږې … هغه زموږ دکلی ملا دې یادیږي  چې په لمانځه کې به یې آیات له یاده ووت  اوموږ به ترهغو پسې ولاړووچې څوبه یوچا وریاد کړ… یادیږې دې چې دغزني والي هغه خانان اوملایان چې ښوونځي یې نه جوړول ټول بندیان کړي وو… یادیږې دې چې زموږ کلیوالو دلومړي ځل له پاره رادیوولیده او ویې به یې چې دا سازنده ګان څنګه په دغه واړه کوتي کې ځای شوې دي…  په یادې دې چې هاشم خان سرمعلم کلیوالو ته ویلي وو چې نورمیاشتې ته دعا مه کوئ ، هغه امریکایانواو روسانو له  غ  ډکه کړې ده …

کیسه نوره نه اوږدوم، په هغه ورځ چې خان ماما بیرته غزني ته روانیده، پرتګ موږ ټول خواپیټي وو، ځکه چې خان ماما ډیرخوږ سړی و، زما انا پوښتنه ترې وکړه چې بیا به کله په خیر کابل ته راځي ؟

دې ورته موسکي  شو :

ـ ادې چې کله دخدای رضا وه …

–  بیشکه ، خو موږ درپسې خپه کیږو … یوتاریخ خو ووایه …

– یه  زر نه راځم …

ـ بیا هم ؟

ـ ادې ګلې ، ترهغوچې په کابل کې دسپیوتلاشئ  روانې وې … او تابوتونو په دکانوکې ژوندیوته ښه راغلاست وايی … ترهغوبه بیا کابل ته کدم هم  راوانخلم … خدای شاهد دئ چې  سپیومې خُلق ډیرراتنګ کړ…

                                                             دریغه چې کابل مې پردغه حال نه وای لیدلی !! ؟؟

د ۲۰۱۹ کال د جولای  څلورمه