کور / راپور / په اباسين کي د غرق سويو کسانو لټون د هغوی خپلوان کوي، ۲۴ کسان لادرکه دي خو حکومت هيڅ مرسته نه ده کړې

په اباسين کي د غرق سويو کسانو لټون د هغوی خپلوان کوي، ۲۴ کسان لادرکه دي خو حکومت هيڅ مرسته نه ده کړې

د خيبر پښتونخوا په شانګله کي د غرق سويو کسانو لټون خپله د هغوی خپلوانو پيل کړی دی ، ځکه حکومت او ژغورونکې ډله په دې برخه کي هيڅ همکاري نه کوي.

د سيمي اوسېدونکي وايي، چي په اباسين سيند کي د ډوب سويو کسانو لپاره چي کومه ډله راغلې وه، د هغوی سره هيڅ سامان آلات نه وه ا و بېرته په خپله مخه لاړل.

خلګ وايي، چي حکومت خو په دې برخه کي هيڅ همکاري نه ده کړې او نه دژغورلو په چارو کي برخه اخلي.

د خيبر پښتونخوا په شانګله کي يوه کښتۍ په اباسين سيند کي ډوبه سوې چي په لسګونو کسان پکي ورک دي.

د راپورونو له مخي دغه کشتۍ له بهیړ کوماچ نصرتخېلو سیمې څخه هري پور ته روانه وه او په لار کي چپه سوې ده.

په دغه کښتۍ کي زيات کسان سپاره وه، چي د ۹ څخه تر ۱۴ کسانو پوري ځانونه په لامبو ژغورلي دي، خو د نورو کسانو لټون روان دی.

په کښتۍ کې ټول 47 کسان سواره وو او د جولاي په 3 مه نیټه ډوبه شوې وه. د ناکوا یا کښتيبان په گډون 19 کسان په هغه پېښه کې ژوندي پاتې شوي وو. خو ډاکټر عباد وايي د مړو شمېره شاید ډېره وي ځکه چې کښتۍ ته د یو شمېر سیمو نه خلق ورخېژي او ناکوا ترې کرایه په اخره کې اخلي نو د هغه سره هم سمه شمېره نشته دی.

د سیمې یو اوسېدونکی عبادالله خان یوسفزي وايي، د شانګلې او هریپور ترمنځ په تلونکیو بېړیو کي په هره یوه کي یې له څلوېشتو تر شپېتو کسان سواره وي.

 دی وايي د څار هېڅ داسې سیسټم نسته چي په یوه کښتۍ کي څومره کسان پکار دي چي سفر وکړي.

تر اوسه د 4 کسانو مړي موندل شوي دي.

 خو د ډوبې سوې کښتۍ ۲۴ مړي لا بې درکه دي.