کور / راپور / ملي امنيت: دداعش مهم کسان مو نيولي دي، په دوی کي د کابل پوهنتون استادان او محصلين هم دي

ملي امنيت: دداعش مهم کسان مو نيولي دي، په دوی کي د کابل پوهنتون استادان او محصلين هم دي

چارواکي وايي، چي په کابل کي ئې د داعش ډلي ۴ غړي نيولي دي.

د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره ورځ د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کي د داعش ۴ غړي نيولي دي.

د چارواکو په خبره، دغه کسانو داعش ډلي ته خلګ جلبول او په ټولنه کي ئې د هغوی افکارو ته کار کاوه.

نيول سوي کسان د کابل پوهنتون استادان او محصلين دي.

په نيول سويو کسانو کي د کابل پوهنتون استاد مبشر مسلميار  هم دی، چي داعش ته د جلب او جذب د مسؤول په توګه ئې کار کاوه.

همداراز دوه تنه د کابل پوهنتون محصلين هم نيول سوي دي چي د مسلميار په لارښوونه داعش ډلي سره يوځای سوي وه.

د ملي امنيت چارواکي وايي، چي د پوهنتون استاد به لومړی ځوانان سلفيت او له هغه وروسته داعش ډلي ته جلبول.

د چارواکو په خبره، نيول سويو کسانو په کابل کي د ګڼو بريدونو په سمبالولو کي لاس درلود.

نيول سوي کسان په يوه وېډيو کي په خپلو جرمونو اعتراف کوي.

داعش ډله چي تر ډېره ځپل سوې ده، بيا هم کله کله په مرکز کابل او په ختيځو ولايتونو کي بريدونه کوي.