کور / راپور / مولانا فضل الرحمن: موږ نه سو کولای افغان سوله کي مرسته وکړو

مولانا فضل الرحمن: موږ نه سو کولای افغان سوله کي مرسته وکړو

د طالبانو خواخوږی او مشهور پاکستانی ملا فضل الرحمن وايي پاکستان په افغانستان کي د سولې په راتګ کي هېڅ همکاري نه سي کولی.

ملا فضل الرحمن په خپله یوه تازه مرکه کي ویلي د افغانستان سولې ته تر اوسه ډېره لاره پاتې ده، خو بیا هم ناهیلي نه ده په کار.

دده په خبره د پاکستان له حکومت ددې تمه کول هم بېځایه دي چي ګواکي دوی به وکړی سي وسله وال طالبانو له افغان حکومت سره سولې ته تیار کړي.

هغه زیاته کړې چي که پاکستانی حکومت دا وړتیا ولري، نو دوی یې هم د همکارۍ ملاتړ کوي. ملا فضل الرحمن ویلي چي پاکستانی حکومت خپلې کورنۍ ستونزې نه سي حل کولی او شته ګډوډۍ نه سي ختمولی نو د افغانستان په سوله کي ترې د همکارۍ تمه کول هم بې ځایه دي.

مولانا فضل الرحمن يو له هغه ملايانو دی چي په افغانستان کي جګړه روا ګڼي خو په پاکستان کي د قانون او آيين خبره کوي او هلته جګړه کول د اسلام خلاف کار بولي.

ملا فضل الرحمن په پراخه کچه د منافقت او دوه مخۍ سمبول دی او پر خواله رسنيو هم د يو منافق سمبول په سترګه ورته کتل کيږي.