کور / راپور / پکتيا میشتي فرهنګيان: د غازي امان الله خان د فکر او تګلارې د تداوم لپاره کار کوو

پکتيا میشتي فرهنګيان: د غازي امان الله خان د فکر او تګلارې د تداوم لپاره کار کوو

د پکتیا ولایت مدني او فرهنګي فعالانو، ادیبانو، د پوهنتون استادانو او شاعرانو د هېواد د خپواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د یوې ادبي راټولنېدنې په ترڅ کي وویل، چي دوی به د سلګونه زره شهيدانو د وينو په زور د اخیستل سوې او ساتل سوې ملي خپلواکۍ څخه د قلم په زور پالنه وکړي او د غازي امان الله خان د فکر عامولو او د هغه د تګلارې د تداوم لپاره به کار وکړي.

دغه راټولېدنه چي د پکتیا ولایت په مېلمستون کي ترسره سوه، د پکتیا والي شمیم خان کټوازي هم پکي ګډون درلود چي د خپلې وینا په ترڅ کي یې د غازي امان الله خان پر ژوند او مبارزې رڼا واچوله او ویې ويل، چي افغانستان اوسهمال هم د هماغه وخت په څېر د بهرنیو له دسيسو او یو شمېر داخلي بې لارې سویو کړیو لخوا ننګول کیږي خو افغانان باید د تاریخ بدمرغه تکرار ته اجازه ورنکړي.

د غزلیز ماښام ګډونوالو په خپلو خبرو او شعرونو کي د خپلواکۍ انګېزې زمزمه کړې چي د نورو ګډونوالو لخوا وستایل سول. په دغه ناسته کي د کابل، خوست او پکتیکا د شاعرانو او ادیبانو تر څنګ د پکتیا پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي زده کړیالانو هم ګډون کړی و او د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت یې په خپلو لاسونو جوړ سوي تعميري موډلونه نندارې ته وړاندې کړل. دوی وویل چي د موډلونو له جوړلو او نندارې ته وړاندې کولو څخه یې موخه د شاه امان الله خان د رغنیز فکر عامول دي.