کور / د ماشومانو نړۍ / د هريپور په يو جومات کي د قرآن کريم پر لس کلني ماشومي جنسي تېری سوی دی

د هريپور په يو جومات کي د قرآن کريم پر لس کلني ماشومي جنسي تېری سوی دی

د خيبر پښتونخوا په هريپور کي د جومات دوو قاريانو پر يوې لس کلني ماشومي جنسي تېری کړی دی.

دا ماشومه چي اقصی نومېږي په همدغه جومات کي ئې د قرآن کريم زده کړه کول او په ديني درسونو بوخته وه.

د اقصی کورنۍ وايي، چي ماشومه ئې د قرآن کريم د حفظ کولو لپاره هلته لېږله او ددوی هيڅ باور نه کېدی چي هلته به داسي پېښه ورسره وسي.

پر دغي ماشومي د جومات دننه کي وقاص او قمر په نوم قاريانو جنسي تېری کړی دی.

په لومړي ځل د جومات امام اقصی خپلي کوټې ته ددې لپاره استولې وه، چي هلته چټل لوښي پرېولي، چي وروسته وقاص او قمر کوټې ته ورغلل او هلته ئې په زور جنسي تېری ورباندي وکړ.

تراوسه  مالومه نه ده چي ايا د جومات ملاامام هم په دې پېښه کي ښکېل دی  که نه، خو وقاص او قمر دواړه په همدغه جومات کي قاريان دي.

د اقصی کورنۍ وايي، د جنسي تېري وروسته دواړو کسانو ماشومه وېرولې وه چي چاته به حال نه وايي، که نه وبه وژل سي.

تېره اونۍ يادو کسانو بياځلي د اقصی څخه د بد کار غوښتنه کړې وه، خو هغې خپله کورنۍ په دې کيسه خبره کړې وه.

په خيبر پښتونخوا کي وخت پر وخت پر ماشومانو جنسي تېری کېږي او په دې وروستيو کي دا پېښي زياتي سوي دي.